د چين  د لاس او مخ  د مينځلو  ګړونج 

中国国际广播电台

 

د چين د کوټې  اسباب  ډول ډول دي ، خو د لاس او مخ د مينځلو ګړونج  ناوخته رامنځته شوې او عمومأ درې يا پنځه پايې لري  چه نه يوازي د مينځلو کاسه ده  ، بلکې د پايې په سر باندي دسمال  ځوړند او  صابون دانيې هم شته   

 

  په عکس کي د ګړونج  د  شا په برخه کي داسي حکاکی شوي نقش ليدل کيږي چه يو هلک په چي لين  سپور دی  ، د يادونې وړ خبره دا ده چه چي لين  داسي  افسانوي ژوی د ی چه د هوسۍ په شان شاخونه  لري او د مهربانه صفت  خاوند دی  . چي لين  په چين کي  د ښې راتلونکې نښه ده . د چين په افسانه کي که څوک ښه اخلاق ولري او د نورو دپاره ښه خدمت وکړي ، نو دده زامن به ښه راتلونکي ولري ، نو د خلکو په منځ کي هغه هلک چه استعداد لري ، د چي لين هلک په نامه نومول کيږي . دغه نقش چه يو هلک په چي لين باندي  سپور دی ، معني يي دا ده چه ژر ماشوم پيدا کيږي . دغه حکاکي شوي نقش ډير ښکلي او د چين د حکاکي په هنر کي يو ښه اثر دی .