د شان سي ولايت د لين شه  ولسوالي  د کانفوسيوس  معبد په وړاندي ډبرين ديوال
中国国际广播电台
 

      

د چين په ولسي استوګنځيو کي د اوسيدونکو د رازونو د ساتلو دپاره عمومأ د دروازې په بهر يا د دروازې او کوټې په منځ کي د پيڅول  په شان  تزييني ديوال  ولاړ دی  . د شان سي ولايت د بډايو سوداګرانو په استوګنځيو کي داسي تزييني ديوالونه ډير ليدل کيږي .

  

   په عکس کي د شان سي ولايت د لين شه ولسوالي د جين شن کلي د کانفوسيوس د معبد په وړاندي ډبرين ديوال تر سترګو کيږي او  ښکلي  تصوير پکي حکاکي شويدي . دغه ديوال اوه متره جګوالي ، لس متره اوږدوالی لري او په حکاکي شوي تصوير کي  دوه ښاماران  او تنکي کبان   ليدل کيږي  چه يو ښامار يي د الوتنې په حال کي دی او بل ښامار يي د يوې جګې دروازې خوا ته منډي وهي  او تنکي کبان کوشش کوي چه  له دروازې نه واوړي . په چين کي داسي افسانه شته چه دغه ډول کبان چه په پاکو اوبو  او بهاندو ويالو کي موندل کيږي ،  په ښامار بدليږي . په لرغوني زمانه کي د کانفوسيوس معبد يوه مدرسه  وه او ماشومانو کوشش کاوه څو چه د زده کړې له لاري حکومتي دنده په غاړه واخلي . نو دغه ډول ديوال د خلکو د احترام وړ دی .