د يون ګانګ ډبرين غارونه
中国国际广播电台
 

      

د يون ګانګ په نامه د ډبرينو غارونو مجسمې  د چين په شمال کې د شان شي ولايت د داتونګ ښار په لويديځ ١٦ کيلومترۍ کې د وو جو په نامه غر په جنوب کې واقع دي ، د غه ډبرين  غارونه د ٤٥٣ ميلادي کال نه تر ٤٩٤ ميلادي کاله پوري کښل شوي وو او په دغو ډبرينو مجسمو د حکاکي کولو کارونه د ٥٢٠ ميلادي کال نه تر ٥٢٥ کاله پوري بشپړ شوي وو ، د غارونو اوږدوالی د ختيځ نه تر لويديځ پوري يو کيلومتر دی ، اوس دلته ٤٥ عمده غارونه شته چې پکې ٥١٠٠٠ ډيرينې بودايي مجسمې پرتې دي ٠ د مجسمو شکلونه او صورتونه بيلابيل او ښکلي دي ، لوړوالی يې هم مختلف او د لويې مجسمې لوړوالی ١٧ متره دی او د ډيرې کوچنې مجسمې لوړوالی يوازي څو سانتي مترو ته رسيږي ، د مجسمو د حکاکي فنونه او هنريې ډير لوړه سويه لري ، د يوان ګانګ ډبرين غارونه په چين کې د دريو مشهورو ډبرينو غارونو څخه دي ، نور دوه ډبرين غارونه د دون خړانګ د موګاو کو او د خه نان ولايت د لونګ من د ډبرينو غارونو په نامه ياديږي او په نړۍ کې د مشهورو ډبرينو مجسمو د حکاکي له هنري خزانه څخه  يوه برخه تشکيلوي ٠

      د يون ګانګ د ډبرينې مجسمې عظيمي او په زړه پورې دي ، صورتونه او شکلونه يې هم رنګارنګ ښکاري ٠ د متخصصانو په نظر دغه ډبرينې مجسمې په ميلادي پنځمه پيړۍ کې ډيره لوړه سويه لرونکي هنري اثار ګڼل کيدل٠

      

  د يون ګانګ د مجسمو د حکاکي د مودې سره سم په لومړې ، منځنې او وروستنې موده  ويشل کيږي ٠ په هره موده کې مجسمې خپل ځانګړي خصوصيت لري ، په لومړي موده کې ډبرينې مجسمې د لويديځې سيمې هنري سبک لري ، د منځني دورې مجسمې ظريفي او ښکلې بريښي ، د وروستنې دورې مجسمې که څۀ هم دومره غټې نه دي ، خو مجسمې يې د انسان د وجود سره برابرلوړوالی لري ، علاوه پردې په ډبرينو غارونو کې د هنري او اکروباتيکي نمايشونو مجسمې هم ليدل کيږي ٠

د يون ګانګ په ډبرينو غارونو کې د حکاکي شويو مجسمو څخه په ژوندی توګه چين ته د هند او منځني اسيا د بودايي هنر د خپريدو بهير څرګند شوی دی ٠

     د يون ګانګ د ډبرينو غارونو مجسمې د ډبرينو غارونو د هنر د چيني کيدو پيل و٠ ورپسي د يون ګانګ د ډبرينو غارونو د مجسمو په منځني دوره کې د چيني ماڼيو او قصرونو مجسمې او بودايي طاقچې رامنځته شوې او چيني خصوصيت لرونکي سبک يې په وروستنيو کلونو کې په پراخه توګه ودهکړي اودچيني خصوصيت درلودونکې عمارت او وداني د يون ګانګ د مجسمو په وروستنې دوره کې په ښکاره توګه رامنځته شوې وې ، نو له دې څخه دا څرګنده شوې چې په هغه وخت کې مجسمو چيني جنبه درلوده ٠

     د يون ګانګ د ډبرينو غارونو مجسمې د ٢٠٠١ ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې د نړۍ د مشهورو ميراثونو په ليست کې شامل شوې ، د نړۍ د مشهورو ميراثونو کميټې د دغو ډبرينو مجسمو د ارزيابي کولو په وخت کې وويل د چين د دا تونګ ښار د يون ګانګ د ډبرينو غارونو مجسمې په ميلادي پنځمه او شپږمه پيړۍ کې د چين د ډبرينو بودايي مجسمو په قطار کې يو وتلی هنر شميرل کيږي ٠