中国国际广播电台
د بيجنګ په نامه د نندرتال
انسانانو کنډوالې د بيجنګ ښار
د جنوب لويديځ په ٤٨ کيلومترۍ
د جو که ديان په نامه د علاقه
داري په شاوخواد لونګ ګو په
غره کې پرتې دي ٠ دا د غرني
سيمې او د دښتې ترمنځ يوه
کوچنۍ غرني علاقه داري ده چې
جنوب ختيځې خوا ته يې لويه
دښته او شمال لويديځې خوا ته
يې غرونه دي ٠ د جو که ديان
علاقه داري شاو خوا ځايونه د
اهکي ډبرونو څخه جوړشوي دي ٠
د اوبو دبهير په اثر په
نوموړو ځايونو کې زيات طبيعي
غارونه رامنخته شوي دي ، د
لونګ ګو په نامه غر کې يو
طبيعي غار شته چې اوږدوالی يې
تقريبأ يو سلو څلويښتو مترو
ته رسيږي ، خلک ورته د
نندرتال انسانانو غار وايي ،
په ١٩٢٩ کال کې په دې غار کې
د لومړي ځل دپاره د ډيرو
پخوانيو نندرتال انسانانو
لخوا راپاتي شوي څيزونه او
اثارکشف شول ، د هغه وخت نه
وروسته دا ځای د جو که ديان د
نندارتال انسانانو د کشفولو
لومړي ځای ګڼل کيږي او په نړۍ
کې يې شهرت موندلی دی ٠
تصوير :جو
که ديان
د جوکه ديان د نندرتان انسانانو کنډوالې په شمالي چين کې
دلرغوني ډبرين عصرډيرې مهمې
کنډوالې دي ، په دغو کنډوالو
کې تر ټولو نه مشهوره کنډواله
د بيجنګ د انسان نومي کنډواله
ده ، دا ځای لومړي په ١٩٢١
کال کې د سويدن د لرغون
پيژندونکي انتشينګ لخوا کشف
شو ، ورپسي نورو څو پوهانو هم
په دې ځای کې د کيندلو په کار
ﻻس پوري کړ ٠ په ١٩٢٧ کال کې
د کانادا پوه دبوتاشين
په دې ځای کې په رسمي توګه په کيندلو پيل وکړ او په دې ترڅ کې
يې د چين د نندرتال انسانانو درې
غاښونه پيدا کړل ، ورپسي په ١٩٢٩
کال کې د چين لرغون پيژندونکي پۍ
ون جونګ د لرغوني شيانو د کيندلو
په بهير کې د بيجنګ د انسان د سر
لومړي کاسه ترلاسه کړه چې دا کار
په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ
ګرځيدلی دی
د جو که ديان کنډوالو د کيندلو دپاره څه دپاسه اتيا کاله
تير شول او اوس د کيندلو کار هم
روان دی ، د جو که ديان د کنډوالو
د کيندلو اوږدوالی ٤٠ مترو ته
رسيدلی دی ، په دې کنډوالو کې
راپيدا شوي د نندرتال انسانانو
فسيلونه ، ډبرين شيان او د
حيوانانو فسيلونه ډير زيات دي ٠
د جو که ديان په کنډوالو کې د اور د استعمالولو د پخواني
اثر د کشفولو له امله د انسانانو
لخوا د اور د استعمالولو تاريخ سل
هاو زرو کالو مخکې وړاندې شوی دی
، په کنډواله کې د اور د ايرو
پنځه طبقې کشفې شوې ، د اور د
ايرو د ځينو طبقو پونډوالی شپږ
مترو ته رسيږي ، له دغو ايرو څخه
دا څرګنده شوې چې بيجنګ انسان نه
يوازي د اور په استعمال پوهيدل
بلکې داور بلولو شيان يې هم
ساتل، دغه راز د نوموړو کنډوالو
څخه په شل ګونو زرو ډبرين شيان
پيدا شويدي چې اومه مواد به يې د
جو که ديان د شاوخوا ځايونو څخه
راوړل کيدل ٠ کشف شوي ډبرين شيان
په درو مرحلو ويشل کيږي ، ډبرين
شيان کوچني او قسمونه يې زيات وو
٠ د ډبرين عصر په لومړې دوره کې
ډبرين شيان لوي او ساده وو ٠ په
منځنې دوره کې د ډبرينو شيانو
شکلونه کوچني شول ، په وروستنې
دوره کې ډبرين شيان نور هم کوچني
شول ، مثلأ د ستنې په شان وړوکي
شيان هم جوړشول ٠
د نوموړو شيانو څخه دا ثابته شوې ده چې د بيجنګ انسانان
د دوو لکو او يا اوو لکو کالو نه
مخکې د جو که ديان په سيمه کې
اوسيدل ، په هغه موده کې د بيجنګ
انسانانو په عمده توګه د خوړلو وړ
شيان راټولول او په عين وخت کې يې
حيوانان هم ښکارول ٠ د بيجنګ
انسان په هماغه نندرتال انسانانو
پوري اړه درلوده
دا اکتشاف د بيولوجي ، تاريخي علم او د انسانانو د ترقي په
تاريخ کې خورا ستر ارزښت لري ٠
د جو که ديان کنډوالې تر اوسه پوري ﻻهم په نړۍ کې د
نندرتال انسانانو له هغو کنډوالو
څخه يوه ډير غني او سيستماتيک
موادونه لرونکي او ارزښتناکه
کنډواله ده ٠د نړيوالو کلتوري
ميراثونو د کميټې د معيار سره سم
د چين د جو که ديان په علاقه داري
کې د بيجنګ د انسانانو کنډوالې د
١٩٨٧ کال د دسمبر په مياشت کې
دمشهورو نړيوالو ميراثونو د
نومونو په ليست کې شاملې شوې، تر
اوسه پوري عالمانوداکنډواله کشفه
کړی ده چې د چين د نندرتال
انسانان د بيجنګ په انسانانو
پوري اړه درلوده ٠ د جو که ديان د
بيجنګ انسان د کنډوالو کشفول د
بشر د تکامل د بهير يو څرګندوي
دی ٠
|