| 
中国国际广播电台
  
 
کونګ ځي  په نړۍ کې د ډيرو لويو فيلسفوفانو څخه و  او د
کنفسيوس مؤسس هم و٠ اوس  خلک
تل د کونګ ځي د يادګيرنې او د
احترام د څرګندولو دپاره د
کونګ ځي  معبدونو ، مقر او
مقبرې ته  ځي ٠ په تيرو څه
دپاسه دوو زرو کالو کې د چين
پخوانيو امپراطورانود کونګ ځي
او  کنفوسيوس  ډيره ستاينه
کوله او د چين په تاريخ او
دختيځې نړۍ په کلتور کې يې
ستر او ښکاره مقام درلود ٠
 
     د کونګ ځي وطن د چين  په ختيځ کې د شان دونګ د ولايت د
چوي فو په ښار کې واقع دی ، د
کونګ ځي معبد د چين د لومړي معبد
په توګه ياديږي او په چين کې د
کونګ ځي د يادولو دپاره تر ټولو
نه لوي معبد هم دی ، د ميلاد نه
دمخه په ٤٧٨ کال کې يعني د کونګ
ځي د مرينې د دوهم کال نه وروسته
د لوپه نامه  دولت واکدار د کونګ
ځي پلرني کور د معبد په توګه
جوړکړاو پکې د کونګ ځي کالي او
نور شيان ايښودل شول او هرکال  په
دې ځای کې د کونګ ځي د يادونې
مراسم ترسره کيدل ،  په هغه وخت
کې په نوموړي معبد کې يوازې درې
خونې موجودې وې ، د وختونو د
تيريدو  او  په چين کې د کنفسيوس
د خپريدو له امله د بيلابيلو دورو
امپراطورانو د کونګ ځي معبد ته پر
له پسې پراختيا ورکړهچې په نتيجه
کې د کونګ ځي معبد د زياتو ودانيو
په ډلې بدل شو
٠ 
      
   
  
  
  د کونګ ځي معبد مساحت نژدې يو
لکو مربع مترو ته رسيږي او
پکې پنځه سوه کوټې شته او په
چين کې د بيجنګ د ګوګونګ په
نامه د شاهي ماڼۍ نه وروسته د
ودانيو دوهمه لويه ډله ده ،
او د چين  د لرغونيو لويو
معبدونو يو نمونه ګڼل کيږي ٠ 
 
 
  
      د کونګ ځي په معبد کې څه دپاسه دوه زره ډبرينې ستنې
ولاړې دي چې په تيرو پخوانيو
امپراطورانو او مشهورو مامورينو
او روښان فکرانو لخوا جوړې شوې  ٠
له دې څخه دا څرګند شوی چې کونګ
ځي په فيوډالي ټولنه کې لوړ مقام
درلود ٠ 
  
 
  
د کونګ ځي مقر د معبد په څنګ کې
پروت دی او د کونګ ځي د نسلونو
نسلونو اولادونه پکې اوسيدل او
اوسيږي ٠ 
   
  
  د کونګ ځي مقر د ميلادي دوولسمې پيړۍ نه تر ديارلسمې پيړۍ پورې
جوړشوی دی او مساحت يې نژدې
پنځوسو زرو مربع مترو ته رسيږي ،
په نوموړي مقر کې تقريبأ پنځه سوه
کوټې شته  ، په مقر کې زياته
اندازه قيمتي تاريخي اسناد ، 
کالي او نور زيات ارزښتناک لرغوني
اثار ساتل شوي دي ٠ 
 
 
  
  د کونګ ځي مقبره د ګونګ ځي او د ده د اولادونو خاصه مقبره ده
او اوس په نړۍ کې يوه داسي
کورنې مقبره ده چې ډير اوږد
تاريخ او لوي مساحت لري ،
نوموړي مقبره تر اوسه پوري
تقريبأ دوه زره پنځه سوه کاله
تاريخ لري او مساحت يې دوو
مربع   
کيلومترو ته رسيږي ٠ تر اوسه پوري په نوموړي مقبره کې څه دپاسه
يو لک قبرونه پراته دي ،  
 
    د کونګ ځي معبد ، مقر او مقبره دريواړه نه يوازي په چين کې
ډير شهرت لري بلکي يو ستر کلتوري
ميراث هم دي ، په ١٩٩٤ کال کې
نوموړي درېواړه په ګډه سره د
ملګرو ملتو د يونسکو د سازمان
لخوا د نړۍ د ميراثونو په ليست کي
شامل شوي دي ٠ 
 |