د چين د امپراطور مقبره او دده  د عسکرو او أسانو سفالينې مجسمې
中国国际广播电台

   

د شي ان په ښار کې توريستي منابع ډيري عني دي ، توريزم ددې ښار د اقتصادي انکشاف دپاره يو ستر او غوره عامل ګڼل کيږي ٠

     د دې ښار په شاوخوا کې د چين د لومړني فيوډالي امپراطور يعني د چين شي هوانګ په نامه د امپراطور لويه مقبره او ددې مقبرې په څنګ کې د عسکرو او أسانومجسمو موزيم موجود دي چې د چين په دننه او بهر کې ډير شهرت لري او خلک ورته د نړۍ اتمه معجزه وايي ٠

        چين شي هوانګ امپراطور د ٢٥٩ ميلادي کال نه مخکي وزيږيد او د ٢١٠ ميلادي کال نه مخکې مړشو ، هغه د چين په فيوډالي ټولنه کې لومړنی امپراطور و ٠ هغه په خپل ژوند کې د ټولنې ، اقتصاد او کلتور د پرمخبيولو دپاره يو لړ تدابير نيولي وو ، د بيلګې په توګه هغه پول ، لغتونه او اندازه ګيري واحد کړی او د شمالي قومونو د تيري سره د مقاومت دپاره لوي ديوال هم جوړ کړی و ، د نوموړو تدابيرو په اثر چين شي هوانګ امپراطور د چين په تاريخ کې يو مشهور سياستمدار وګرځيد٠ هغه د واکمنی په موده کې د زياتو بشري او مالي قوتونو په واسطه د خپل ځان دپاره ډيره لويه مقبره جوړه کړه٠

      د چين شي هوانګ مقبره د چين د شان شي ولايت د شي ان ښار په اطراف د لي شان په نامه سيمه کې واقع ده ، د ټولې مقبرې مساحت يې ٥٦ مربع کيلومترو ته رسيږي  او د مقبرې په شاوخوا ځايونو کې نورې کوچنۍ مقبرې هم پرتې دي چې پکې د چين شي هوانګ د امپراطور د مقبرې  جوړونکي  ، د ده نوکران او د عسکرو او أسانو سفالينې مجسمې  ښخې شوې دي ٠   

     د چين شي هوانګ مقبره د شي ان ښار د ختيځ په ٣٥ کيلومترو ليري ځاي کې واقع ده ، جنوبي خوا ته يې د لي شان په نامه غرونه دي او شمالي خوا ته يې د وي خه په نامه سيند روان دی ٠ دچن شي هوانګ مقبره نه يوازي په چين کې بلکې په نړۍ کې تر ټولو نه لويه مقبره ده ، ددې مقبرې د جوړيدو کار ٣٥ کاله نيولی و ٠ د مقبرې مساحت دوه لکه شل زره مربع متره دی ٠ د مقبرې په شاوخوا ځايونو کې زيات قصرونه او ماڼۍ او نورې ودانۍ هم جوړې شوې چې د ټولو ودانيو په ګډون د مقبرې عمومي مساحت دوو مليونو يو لکو اتيا زرو مربع مترو ته رسيدلی دی ، خو تر اوسه پوري د چين شي هوانګ د امپراطور مقبره هم نه ده راکندل شوې ٠، نو ددې مقبرې داخلي حالات څه ډول دی او څه څه څيزونه پکې موجود دي ؟ دا هم د خلکو دپاره يوه معما ده چې نه ده حل شوې ٠

        د چين شي هوانګ امپراطور د مقبرې ختيځې خوا ته د عسکرو او أسانو د سفالينو مجسمو موزيم دی ، دغې سفاليني مجسمې د چن شي هوانګ امپراطور د جنازې د ښخولو په وخت کې تر مځکې ﻻندې پټې شوې او په ١٩٧٤ کال کې د لرغون

پيژندونکو لخوا کشفې او له خمکې څخه راايستلې شوې دي چې شمير يې تقريبأ اته زرو دانو ته رسيږي ٠ د عسکرو او أسانود مجسمو لويوالی د رښتيني خلکو او أسانو سره برابر دي ٠

     دغه مجسمې په دريو لويو غوچاليو کې ايښودل شوې دي او په جلاجلا توګه په ١٩٧٩ کال ، ١٩٨٩ کال  او ١٩٩٤ کال کې راايستل شوې او پر نوموړو دريو لويو غوچاليو باندې درې لوي تاﻻرونه جوړشول څو چې سيلانيان وکولي شي چې په ښه شان سره د دغو مجسمو ننداره وکړي ٠

 دغه راز د چن امپراطوري دورې د عسکرو او أسانو د مجسمو په موزيم کې د ميس څخه جوړشوي  دوې ګاډۍ هم ليدل کيږي ، نوموړي دوې ګاډۍ د ١٩٨٨ کال په لومړيو وختونو کې د چين د لرغون پيژندونکو لخوا د چن شي هوانګ امپراطور د مقبرې په لويديځه خوا کې د اوو مترو په ژور ځای کې کشف شوې دي ، د ګاډيو سره ګاډۍ والان او أسان هم شته چې هم د ميس څخه جوړشوي او لويوالی يې د رښتينو کسانو او أسانو د نيمې برخې سره برابر دی ٠

   د متخصصانو په نظر نوموړي ميسي ګاډۍ او أسان  سره يو ځاي درې اعشاريه اته ويشت متره اوږدوالی او يو اعشاريه صفر څلور متره لوړوالی لري ، نوموړي ګاډۍ د چين په قديمي اثارو کې تر ټولو نه ډير ستر ارزښتناک او قيمتي شيان ګڼل کيږي ٠

    په ١٩٨٧ کال کې د چين شي هوانګ مقبره او د عسکرو او أسانو سفالينو مجسمو موزيم د ملګرو ملتو د يونسکو د سازمان لخوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوي دي ٠