中国国际广播电台
د چين د پايتخت د بيجنګ ښار په مرکز کي د پخوانيو ودانيو يوه
ډيره لويه او عظيمه ډله شته ،
هغه د بيجنګ شاهي ماڼۍ ده چې
په نړۍ کې يې ډير شهرت موندلی
دی ٠ هغه د چين د پخوانيو
ماڼيو څخه يوه ځلانده مرغلره
ګڼل کيږي او په ١٩٨٧ کال کې د
نړيوالو ميراثونو په ليست کې
شامله شوه ٠
د بيجنګ شاهي ماڼۍ په چيني ژبه کې د ګو ګونګ په نامه
او په بله ژبه ورته د ممنوع ښار
په نامه ياديږي ، د ګوګونګ د ماڼۍ
د جوړيدو کار په ١٤٠٦ ميلادي کال
کې پيل شو او تر ١٤٢٠ کاله پورې
بشپړ شو چې ١٤ کاله وخت يې ونيو٠
د هغه وخت نه وروسته ګوګونګ هم څو
څو ځله پراختيا وموندله ٠ ورپسې
دا ماڼۍ د ډيرو قصرونو او ښکلو
ودانيو په ګډون په يو لوي او ستر
تعميراتي ګروپ ګرځيدلی دی ، تر
اوسه پوري هغه څه د پاسه ٥٨٠کاله
تيرکړی او د چين ٢٤ تنو
امپراتورانو په دې ماڼۍ کې شپې
ورځې تيرې کړي دي ٠
د ګوګونګ ماڼۍ عمومي مساحت ٧ لکه او شل زره مربع متره او
څه دپاسه ٩٠٠٠ قصرونه او ودانۍ
لري ، د ګو ګونګ ماڼۍ د مربع
ديوال په وسيله چاپيره شوې ده ، د
ديوالونو لوړالی يې لس متره دی او
د ديوال په بهر کې يو رود شته چې
٥٢ متره پلنوالی لري او ماڼۍ يې
هم چاپيره کړې ده ٠ د ګو ګونګ پهن
څلورو کونجونو کې په جلا جلا توګه
څلور برجونه ولاړ دي چې پخوا د ګو
ګونګ د ماڼۍ شاهي ساتونکي پوځيان
په دغو برجونو کې د څارنې دنده
اجراکوله ٠
د ګوګونګ په نامه ماڼۍ په دوو برخو ويشل شوي دي ، د ماڼۍ
مخکښني برخه د دريو لويو قصرونو
څخه جوړه شوې ده ، پر دغو دريو
ماڼۍ باندې په جلاجلا توګه تاي خه
، جونګ خه او باو خه نومونه
کيښودل شول ، په پخوانيو
امپراتوري دورو کې کله چې
امپراټور پر شاهي تخت باندې د
کيښيناستلو ، د واده کولو او د
ملکې د ټاکلو په درنو مراسمو کې
ګډون کاوه حتمأ به په دې ماڼۍ کې
مراسم پرځاي کيدل ، د تاي خه په
نامه ماڼۍ ٣٥ متره لوړوالی لري او
مساحت يې ٢٣٧٠ مربع مترو ته رسيږي
، دا ماڼۍ د ګو ګونګ په ماڼۍ کې
تر ټولو نه لويه ماڼۍ ده ، ددې
ماڼۍ په منځ کې د امپراطور شاهي
چوکۍ پرته ده ٠
ګوګونګ ماڼۍ په نړۍ کې د موجودو ماڼيو څخه د ماڼيو يوه
ډيره لويه او مګمله ډله ده ، د
ګوګونګ په ماڼۍ کې زياته اندازه
قيمتي لرغوني شيان او اثار هم
ساتل شوي دي ٠ اوس د چين دغه
امپراطوري ماڼۍ د چين ملت د
ځلانده کلتورد يوې نښې او نښانې
په توګه شميرل کيږي ٠ د نوموړي
ماڼۍ د بشپړيدو نه تر اوسه پوري
څه دپاسه پنځه سوه اتيا کله تاريخ
لري ، ، هرکال نژدي لس مليونه
چيني او خارجي سيلانيان د ګوګونګ
ماڼۍ د سيل دپاره بيجنګ ته راځي
|