中国国际广播电台
  
 
 
      
(( هوبس  )) يوه 
ډوله  لرغونی تاريزه أله  ده  
او  مغوليان  ورسره  ډيره مينه 
لری  . د(( هوبس ))  معنی  ((
چين  )) ( د موسيقی الاتو  عمومی 
نوم  )  دی  .  د ميلاد  د مخه د
لومړنی  پيړۍ  په  لومړنيو کلونو
 کی   د هغو  ملی اقليتونو خلکو 
چه  دچين  په  شمال کی يی ژوند 
کاوه ،  د لرغونی جنګ   په  شمول
د هغو لرغونو موسيقی ألو پر اساس 
چه  د هان قوم  د  خلکو په  منځ 
کی زياتی  استعماليدلی  ، د 
موسيقی نوموړی نوی اله  جوړه  کړی
وه  .  
د هوبس  عنعنوی 
شکل  د يوی  کاچوغی  په څير ؤ  
او  د  وجود  اوږدوالی يی ٩٠ 
سانتی متره  دي  .  د (( چين  )) 
سر  يی   کږليچ دی او  د غږ د
تقويه کولو ددايروی  وسيلی  پر
مخ  د غټ  مار  پوستکی  وپوښل شو
او دری  يا څلور تارونه  لری  .
     
 د هوبس  په نامه 
د موسيقی الی   نوم  لومړی  د
ميلاد  د ١٣ نه  نيولی تر ١٤
پيړۍ  پوری  د چين  په  تاريخی 
کتابونو کی   لوستلی  شو   او په
هغه وخت کی  هوبس  د دولت  په 
درجه  د موسيقی الو  په  ډله کی 
شامل  وه او په  سترو ميلمستياؤ
کی د  هغی  په  وسيله  موزيک غږول
کيده  .  وروسته  د مختلفو علتونو
له امله  نوموړی لرغونی موسيقی
اله  له منځه  لاړه  . 
 
 د چين  د ولسی
جمهوريت  د جوړيدو  نه  وروسته   
هنرمندانو د  خپلو  زيارونو  له 
لاری   د تاريخی  اثارو  سره  سم 
د هوبس  نوی موسيقی اله  جوړه 
کړه  او  په  دی  توګه  دغه  ډول
 لرغونی  موسيقی اله  بيا  تر
استفادی  لاندی  راغلی  ده  .
 
 اوس  به   د
هوبس  په  وسيله   غږوله  شوی
 يوه  مغولی  نغمه  واورئ  .
 
 
 
 |