د ګاو هو په نامه  تاريزه اله
中国国际广播电台

      

((ګاو هو))  يو ډول  دوتار دی  او  د (( ارهو))  په  نامه  د دوتاريزی الی  د اصلاح  نه وروسته جوړ شوی دی  .  ددغه ډول  دوتار رامنځ ته کيدل د چين  په  جنوب  کی د ګوانګ  دونګ  له  ولسی  موسيقی  سره   نژدی  اړيکی لری . 

 د ګوانګ دونګ موسيقی د چين د جنوبی سيمی  د ګوانګ دونګ په سيمه کی د فولکلوری   موسيقی الاتو په  وسيله  غږول کيږی   او په  پيل کی  په  محلی اوپراګانو  او فولکلوری  موزبک  کی   اوريدل کيدل  .  پخوا  د  ګوانګ دونګ  په موسيقی کی د موسيقی نوموړی  اله  نه  وه  ،  د تيری  پيړۍ  د شلمی  لسيزی  په   شاوخوا کی  د ګوانګ دونګ د موسيقی   کمپوزر  او  غږونکی  ښاغلی  لو ون چينګ  د  ارهو  په نامه  د يو ډول دوتار  د اصلاح  نه وروسته  ((   ګاو  هو  ))  په  نامه  موسيقی اله  جوړه  کړی ده  .  د دغه  ډول  موسيقی الی  غږ صاف  او هسک  ښکاری  او په  ډير لنډ   وخت  کی  د ګوانګ  دونګ   د محلی موزيک  په   غږولو کی  ډيره  مهمه  او اصلی  اله ګرځيدلی  ده  .

 

د ((  ګاو هو ))  په  وسيله  د  موزيک  په  غږولو سره  د ښځو   په  جګ  أواز  سره  د سندرو د  ويل کولو په  شان  دی   .  نو په دی  وجه د چين په  ملی  فيلهارمونيک  سمفونی ارکسترا  کی نوموړی  موسيقی الی ته   مهم  ځای  ورکول کيږی  . دغه  راز  دغه  ډول  موسيقی  اله  د موزيک  په  زياتو ساحو کی  استعماليدای  شی

  اوس  به  د ګاو هو په  نامه  د موسيقی الی  په  وسيله  غږوله  شوی   يوه  خوږه  نغمه  واورئ   چه  نوم  يی  دی