د  بيان  زنګ

中国国际广播电台


    

((  بيان  زنګ  ))  په لرغونی زمانه کی د چين  د موسيقی  يوه مهمه  ضربی  اله وه   او  له  زنګونو څخه  يوه  ده  .      مختلف   لوی او  کوچينی  زنګونه  په  منظم ډول  په يوی  لرګينی پايی  باندی   ځوړنديږی   او  د هر زنګ  د ټکولو په وخت کی  بيلا  بيل  غږونه پورته کيږی  .

    هان  د  ٣٥٠٠  کالو په وړاندی   د(( شانګ  ))  په  سلسله کی   په  چين کی  د  بيان  زنګ   موجود  ؤ     او   اکثرأ  د جګړی او عبادت کولو په  شمول   د   شاهی  دربار  په  هنری  فعاليتونو کی  استعمال کيدل   او  د  خلکو په منځ  کی  ډير لږ  ليدل کيدل .

 

      

 په لرغونی  زمانه  کی  د بيان  زنګ  په  خاص ډول  د چين  د لوړو  طبقو  د ټولنی  لپاره  خدمت  کاوه   او د درجو او  واکونو  نښه  ګڼله کيدله   .

اوس  به  د بيان زنګ  په  وسيله   غږوله  شوی  يوه  لرغونی  چينی  نغمه  واورئ   چه   په هغه  کی  د تبعيد کيدو په  بهير کی  د لرغونی  زمانی  د چينی  مشهور شاعر  چو يوان    له غم   او  نفرت  نه  ډک  احساسات  څرګند شول  .