وانګ لو بين  
中国国际广播电台

      

ښاغلی وانګ لو بين (1913-1996) دچين  په  لويديځ کی د ولسی  سندرو په ساحه کی  ډير مشهور خپرونکی شخصيت و  او د چين دمعاصرو سندرواو نغمو د لومړنی  شخصيت   شهرت يی تر لاسه کړ .

 وانګ لو بين د ١٩١٣کال د جنوری په مياشت کی  په بيجينګ کی  وزيږيد او په ١٩١٩کال کی  يی په لومړنی ښوونځی کی  په زده کړې پيل وکړ . په ١٩٣١کال کی  د بيپينګ  (  د بيجينګ  پخوانی نوم  و  )  د دارالمعليمين   د هنری علم  په ټولګی کی  يی  د روسي ښوونکې   هورواټ  په  تعقيب سره  أواز لرونکی موسيقی   او پيانو زده کړه .  په ١٩٣٧کال کی  يعنی  پر چين باندی د جاپان  د تيری کوونکی جګړی دپيل نه وروسته  ښاغلی  وانګ لو بين  د مشهورې ښځينه  ليکوال دينګ لينګ  په مشرۍ  د شمال لويديځ د جنګی ميدان   په خدمتی  ډله کی برخه  واخيستله  او په دی موده کی يی  د سرتيريولپاره د کاليود مينځلو ،  جنګی ډګر ته  د کليوالو د تللو په نوم   څو جنګی سندری جوړې کړې وی . د ١٩٣٨کال  په پسرلی کی  نوموړی خدمتی ډلی دلوړی  درجی د  هدايت  سره سم  د کار لپاره  د وانګ لو بين  په شمول  څو تنه  غړی د شينجيانګ  سيمی ته  وروليږل . د هيواد  په لويديځه  سيمه کی  وانګ لو بين  زيات  شمير په  زړه  پوری او ښکلی ولسی سندری  واوريدلی . يو ويغوری موټروان  دده په  وړاندی  د دابان ښار په نامه  د توروفان محلی سندره  وويله  چه  د  وانګ  لو بين  د زياتی  مينی او علاقی وړ وګرځيده  . ښاغلی وانګ  ډير ژر  د نوموړی سندری  په  اساس  د أس د ګاډيوان  په  نامه  نوی  سندره  جوړه کړی وه . د دی سندری  په بيا جوړولو سره  وانګ لو بين د موسيقی دجوړونی په لاره  کی  يوې نوی مرحلې ته داخل شو او د چين د ملی اقليتونو د سندرو او نغمو په  راجمع کولو او تنظيمولو يی  پيل وکړ .

  د زياتو کلونو د نه ستومانه کيدونکو زيارونو او هلوځلو نه وروسته  وانګ لو بين  د بيلا بيلو قومونود ولسونو  ډيری په زړه پوری  سندری  او خوږی نغمی  راټولی کړی دي .  لکه د ويغوری قوم  ولسی سندرې :   ((ستا پر سر  څادر  ليری  که )) ،           ((دکاشغر  ډانسی  نغمه  ))،  ((د ځوانۍ په نامه  ډانسی نغمه )) ،   (( پيغله ألاموهان ))، (( د سپوږمۍ  نيمه برخه  وليدله شوه  )) او  ((علارا )) .   د قزاقيانو  ولسی سندرې : (( د  سرګردانو سندره ))  ، ((ترسبا پوری  تا ته انتظار)) ، (( مايلا )) ،  ((د لمر د لويدو            په  وخت کی  له أشپزخانی نه  راپورته شوی  دود او لوګی  ))  او داسی نور . دغه سندرې  ډير روان او ښکلی اهنګونه لری  او تر اوسه پوری  د خلکو  په  شونډو  زمزمه کيږی  .

     د نوموړو ولسی  سندرو د راجمع کولو او تنظيمولو پر اساس   وانګ لو بين زياتی ولسی سندری  هم بيا جوړی کړی وی  .  مثلأ  دا سندره چه  نوم  يی دی _ ((  په  هغه 

ليری او ګوښه  ځای کی )) ،  د عشق او مينی  د څرګندولو په وخت کی د قزاقيانو يوه  ولسی سندره  ده  .  دغه  سندره  په لومړی  وخت کی د چين د لويديځ  د ګان سو او چينګ های  په سيمو کی  خپره او رواج  شوه  ، او ډير ژر   د هيواد په هرګوټ کی  خپره  شوه  او  دخلکو د مينی او خوښی وړ سندره  ګرځيدلی ده .

(  مهربانی وکړئ چه  د ځوانۍ  په نامه ډانسی  نغمه  واورئ  .)