جانګ  لي
中国国际广播电台

      

  جانګ لی  د ترانو او سندرو  شاعر دی   او د ١٩٣٢کال د اکتوبر په ١٧ نيټه د چين د  شمال ختيځ   د لياو نينګ ولايت  د دا ليان په  ښار کی وزيږيده  .  په ١٩٤٨کال کی  د شمال ختيځ د لويی  د ډراماتيک هنر  په  څانګه  کی د ادبياتو په زده کړې  پيل وکړ  او په ١٩٥٥ کال کی دبيجينګ د پيداګوژيک او دارالمعلمين د پوهنتون  د چينی ژبی  په څانګه کی  د يوه استاد  په توګه  استخدام  شو ، وروسته يی  په جلا جلاتوګه  په ١٩٥٧ او ١٩٧٠کال کی  د جی لين  ولايت  د  اوپرا او د نڅاتمثيل په تياتر او د ملی موسيقی په  مرکزی ارسترا  کی د موسيقی  په  جوړونی  پيل وکړ او د دولت  په  لومړنی درجه په   ډراماتيک  طراح  پوری  اړه  لری .                           .

      ښاغلی جانګ لي  د خپل رسمی کار  د څه د پاسه ٥٠ کلونو په اوږدو کی  دترانو او سندرو په اړه د خلکو د خوښی او علاقی وړ زيات شعرونه  ليکلی  دی  چه  په دی جمله کی  (( د اسيا قدرت ))په نامه  هغه  سندره  چه  په بيجينګ کی د اسيا د ١١می سپورتی لوبی  په افتتاحيه مراسمو کی د اصلی  سندری  په  توګه  ټاکله شوی وه ،  او  د چين د مشهورې  ښځينه سندرغاړې وی وی په  خوږ أواز  ويله شوی ده   ،(( زه  او زما  ګران وطن  )) ، (( له  کړاونو او خوښۍ نه ډک کلونه  )) او داسی نوری سندری  تر اوسه پوری د وګړو په  ياد کی  پاتی کيږی .

(  مهربانی وکړئ چه لاندنی   نغمه  واورئ  چه نوم  يی دی -  (( زه او زما ګران وطن ))  )