تيان هان
中国国际广播电台

      

تيان هان د  چين  د معاصرو ډرامو د غورځنګ موسس  او د ډرامو د اصلاح  سلف ؤ . هغه  نه يوازی معاصرې او لرغونی ډرامی،  افسانوی  فلمونه  ، بلکی   شعرونه  او فلمی سندری   هم  وليکلی  او د خلکو په زړونو کی د هغه نوم  د  مشهور  ډراماتست  او بريالی شاعر په توګه  ځای  نيولی دی .

ښاغلی تيان هان د چين  په منځنی برخه کی د هونان ولايت  د مرکز څانګ شا  و  او د ١٨٩٨ کال د مارچ په ١٢ نيټه  د يوه بزګر  په  کورنی کی زيږيدلی و . د ځوانۍ په  وخت کی د امپراليزم  او فيوډاليزم  په ضد  په  نوی کلتوری نهضت کی برخه واخيستله . د تيری پيړی په  دوهمه لسيزه کی  هغه د(( نانګو)) په نامه هنری ټولنه  جوړه کړه  او د چين په معاصر کلتوری او هنری تاريخ  کی يی مهم رول ولوباوه ، او په هماغوکلونو کی يی له لسو نه زياتی معاصری  ډرامی  وليکلی او دچين په هنری صحنه کی  د لومړی ځل لپاره معاصری  ډرامی ننداری  کيدلی .  په ١٩٣٢ کال کی  تيان هان  د چين په کمونست ګوند کی د ګډون نه وروسته د کڼ لاس د  ډرامو  او فلمونو  له اصلی  جوړونکوڅخه وشميرل شو .  ((  د سرتيرو  مارش  )) په نامه   د چين  د ولسی جمهوريت  د ملی سرود  شعر د ښاغلی تيان هان  لخوا  ليکل شوی  دی . دغه سندره چه اهنګ يی  د  مشهور  کمپوزر  نی ار لخوا  جوړ شو ،  د جاپان  د تيری  په  ضد د جګړی  له کلونو  نه  نيولی تر ننه پوری  تل د چينی ملت  اولادونه  دی ته تشويقوی چه د  خپل  ګران وطن د ازادۍ او غښتليتوب  لپاره  په  نه ستومانه کيدونکی  توګه  مجادله  او هڅه وکړی .

    د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه  وروسته  تيان هان  په کلتوری اوهنری ساحه کی  د مشرتابه  دنده  په  غاړه  درلوده  او په دی  بهير کی يی لا هم  په زيار او کوښښ سره  خپل هنری اثار   نندارچيانو ته وړاندی  کړل  . مګر له بدمرغه  د تيری پيړی  په شپږمه  لسيزه کی د چين  د تش په نامه  لوی کلتوری  انقلاب  په  نهضت کی  د (( څلور کسيزی  ډلی  ))  د ځورونی  او ځپنی له امله  له دنيا څخه  ولاړ .

        د  احصايی  له مخی  ښاغلی تيان هان  په  خپل ټول  ژوند کی څه د پاسه  ٦٠ معاصری ډرامی ، له شلو نه زياتی  لرغونی ډرامی ،  څه د پاس  لس افسانوی  فلمونه  وليکل ،  له  ٩٠٠ نه زيات  شعرونه  او نور ډير  ادبی او هنری  اثار يی  هم  ترسره کړل  . د تيان هان  د اثارو د مجموعی په نامه  کتاب کی  يوازی  دده  د اثارو  يوه برخه  شامله  شوی ده . هيڅوک د تيان هان  له هغو کارنامو نه  چه د چين د ډرامو او شعرونو په ساحه کی يی قايمی کړی ،   انکار  نه شی کولای   او  دده  نوم  به  د تل لپاره د چين د معاصرو  ډرامو او شعرونو په تاريخی  کتابچه کی  ځای  ونيسی  .

( مهربانی وکړئ چه د سرتيرو  مارش  په نامه  ترانه  واورئ  )