شيو پۍ  دونګ
中国国际广播电台

   

شيو پۍ دونګ  د  چين  د موسيقی مشهورکمپوزر و . هغه د ١٩٥٤کال د فبروری په لومړی نيټه  د چين  د شمال ختيځ  په  ساحلی ښار  دا  ليان  کی وزيږيده او  په ١٩٧٠کال کی يی  د امتحان  له لاری   د ولسی  ازادی بخښوونکی  اردو د (( فوجو ))  د نظامی ناحيی  د سندرو او نڅاؤ  په  ډله کی د سپينش د لومړنی غږونکی   او د  ارسترا  د لارښود  او  د موسيقی د جوړونی   دندې  په غاړه  واخيستلی . په ١٩٧٦کال کی  د لوړو تحصيلاتو لپاره  د مرکزی موسيقی د پوهنځی  د کمپوز کولو د څانګی يو شاګرد  وګرځيد او  په ١٩٨٥ کال کی  د چين د اوپرا د  تياتر لخوا د کمپوز او د ارکسرا  د لارښود په توګه  استخدام  شو . هغه د دولت  په  لومړی درجه  کمپوزر  او د چين د نری لارو موزبک   د ټولنی  مرستيال  هم  و .  دغه شان  په ١٩٩٢  او ١٩٩٦ کال کی  په جلا جلا توګه د چين  د ترانو او سندرو  له لسو لويو ليکونکو څخه  انتخاب شوی  او  په١٩٩٦ کال کی يی د چين د سندرو په شل کلنی جوړونه کی د بريالی شخصيت جايزه  او د چين د رايجو سندرو   په ساحه کی  د بريالی  شخصيت   په نامه  جايزه  ګټلی  ده  .

 (  اوس  به  دده  لخوا  کمپوز شوی  يوه سندره  واورئ چه  نوم  يی دی _  د چين په پراخه خاوره کی  ) .