چياو يو
中国国际广播电台

      

ښاغلی  چياو يو  د چين  د سندرو  د شعرونو  مشهور ليکوال  و  او په ١٩٢٧کال  کی د شان دونګ  ولايت  د جی نينګ  په  ښار کی  وزيږيده .  د هغه بل  نوم  چينګ باو  و  او  په چين کی د شعرونو د ليکلو په ساحه کی  ممتاز او برجسته  شخصيت   ګڼل کيږی   .

په ١٩٤٦کال کی  چياو يو د(( بۍ فانګ ))  د پوهنتون  په  هنری  پوهنځی  کی شامل شو او په ١٩٤٩کال کی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته  د چين د ډرامو د مرکزی  پوهنځی ، د چين د ډراماتيستانو  د ټولنی او د کلتوری چارو د وزارت  په اړه  د ادبی  سناريو د خلق کولو د   دفتر غړی وګرځيد . 

    د ١٩٧٧کال نه راوروسته  نوموړی  د چين د اوپرا او د نڅا تمثيل  د تياتر د مرستيال او رييس ،  د چين د ډراماتيستانود ټولنی  د څلورمی  دورې د  شورا د غړی  ، د چين د موسيقی او ادبياتو د ټولنی  د رييس  او د چين د بين المللی کلتوری تبادلی  د مرکز د شورا  د غړی  په  شمول  يو لړ دندې  په غاړه  اخيستی دی ، دغه راز  هغه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د  اتمی ملی کميټی  غړی  هم دی .

      ښاغلی چياو يو  د عصر او زمانی د ترقۍ  سره  سم  ډير زيات  هنری اثار جوړ او خلق کړی دی  چه په دی جمله کی لاندنی سندری  ډير  شهرت لری    او نومونه  يی دا دي _   (( زما  ګران وطن )) ،(( د شان سی  ښايسته منظره  )) ،(( راځی چه  مونږ کښتۍ  وچلوو  )) ، (( زما  په زړه کی  ګلاب   ))، (( نن شپه  نه هيريدونکی ده )) ،  ((له  چين سره زمونږ مينه ))  او داسی نور . 

(  اوس  مهربانی وکړئ چه  دا سندره واورئ  چه شعر  يی  د ښاغلی چياو يو لخوا ليکل شوی دی .)