نې ار
中国国际广播电台

  

نې ار  د چين  ډير مشهور کمپوزر   و  .   هغه  د ١٩١٢کال د فبروری په ١٤ نيټه د چين   د جنوب  لويديځ  د  وين نان  ولايت  په  مرکز کونګ مينګ  کی  وزيږيده  او د کوچنيتوب  په  مرحله کی  يی له موسيقی سره مينه اوشوق راپيدا کړ  . په ١٩٢٥کال  کی  د وين نان ولايت  په  لومړی ائتلافی ليسه کی  شامل شو او هلته د انترناسيونال  په شمول  انقلابی سندرو  او کتابونو  ور باندی   زياتی اغيزې  واچولی  . په ١٩٢٧ کال کی د وين نان د لومړی داراامعلمين  زده کوونکی  شو  او هلته  يی  له خپلو ملګرو او دوستانو سره يوځای  ((  دجوجو  د موسيقی  ټولنه )) جوړه  کړه  او تل او هميشه  به  يی   د ښوونځی په داخل  او بهر کی  په هنری  نندارو  او نورو مربوطو فعاليتونو کی  برخه اخيستله ، په عين وخت کی  يی د  وايلين   او پيانو په  زده کړې پيل هم وکړ   .

   د ١٩٣٠کال د نوامبر په مياشت کی  نې ار د چين  د ختيځ   په  شانګهای ښار کی  د امپرياليزم  په ضد  په لويه اتحاديه کی  ګډون  وکړ .  د ١٩٣١کال د مارچ په مياشت کی  يی د (( مينګ وې ))  د اوپرا د ټولنی د وايلين د  غږونکی په توګه  وګمارل شو او په دی ضمن کی   يی  پخپله  د پيانو ،   د همنوايی د غږيدونکی موزيک   او کمپوز کولو  په زده کړې  پيل  وکړ . د ١٩٣٢کال  د اپريل په مياشت کی يی د کيڼ  لاس  له ډراماتيست  او شاعر تيان هان  سره  وپيژاند اود کيڼ لاس  د  هنرمندانو سره  يی  اړيکی  ټينګی  کړې  . له  ښاغلی تيان هان  سره  دوستۍ او همکارۍ د ښاغلی نې ار په  ژوندکی  پر هنری برياليتوبونو باندی ژور او مثبت  تاثيرات  غورځولی دی .

     په ١٩٣٣کال کی  نې ار د موسيقی اثارو  په ليکلو پيل وکړ  او په وار سره  يی  د ورځپاڼو د خرڅوونکو هلکانو او نجونو  ، د ساختمانی کارګرو ،  د نويو ښځو ، د بندری کارګرو په شمول د زيارکښو خلکو د ستايلو  په هکله   زياتی سندری او  ترانی جوړې  کړی دی  ، د سرتيريو د مارش  په نامه د  مشهورې سندری  موزيک چه  د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته  د ملی  سرود په توګه  ټاکله شوی  ،  د ښاغلی  نې  ار  لخوا  ترسره  شوی دی .

 

  د ١٩٣٥ کال  د اپريل په ١٨ نيټه نې ار  توکيو ته  ورسيد او په  جاپان  کی يی د هغه هيواد د  موسيقی ، ډرامو  او فلمونو په  برخه کی  يو لړ معلومات  ترلاسه کړل ، د جاپان  هنرمندانو  ته يی د چين د موسيقی په باب نوی پرمختګ هم بيان کړ ، دغه شان  يی  د توقف  په موده کی جاپانی ژبی  او د موسيقی  اړوند معلومات هم  زده کړل  .  خو له بدمرغه   ، د همدی کال  د جولای  په ١٧ نيټه  هغه  د لامبو وهلو په  ترڅ کی  مړ شو  چه  عمر يی يوازی ٢٣ کلن و  .

       د نې ار  په  لنډ ژوند کی  که څه هم  د څه دپاسه  دوو کالو لپاره  د موسيقی  په  جوړولو مصروف شو  ، خو هغه اتو فلمونواو څلورو معاصرو ډرامو  ته  د  شلو  اصلی  ترانو او  نورو سندرو   په شمول    ٤١ موسيقی  اثار جوړ کړی دي  .

  ( اوس  مهربانی وکړئ چه  د چين  ملی سرود   واورئ  . )