پياو دونګ شنګ
中国国际广播电台

     

ښاغلی  پياو دونګ شنګ  په ١٩٣٤کال کی  د چين  د لياو نينګ  ولايت  په   شنګ يانګ ښار کی وزيږيده  . په ١٩٤٩کال کی  يی  په  کلتوری او هنری  کار پيل  وکړ .  هغه  پخوا د چين د سندرو او نڅاؤ  په  مرکزی هيات  کی د دولت  په  لومړی درجه د لارښوونی او د چين دسی دی (CD ) او د  ويديو (VCD ) کيسټونو د مطبعی د رييس  دندی  په غاړه واخيستلی  ،اوس د چين د ملی  ارکسترايی موزيک  د علمی  ټولنی رييس، د چين  د سی دی او  ويديويی  اثارو  د ټولنی  مرستيال او داسی نوری  څو  دندی   په غاړه  لری .

       د  تيرو  څه دپاسه  پنځوسو کالو په اوږدو کی  ښاغلی  پياو دونګ  شنګ  په عمده توګه د ملی ارکسترايی  د ارکسترا د  لارښوونی  دنده په غاړه لری   . په دی  بهير کی  يی  د بلنی  په  اثر په  تايوان ، هانکانګ  او سينګاپور کی  دموقتی    لارښوونکی په توګه  هم کار وکړ . دغه راز  د هغه  په  مشرۍ  د چين  د سندرو او نڅاؤ مرکزی  هيات  او نورو  ځينو هنری  ډلو څه د پاسه  لسو  هيوادونو او سيمو ته  سفرونه وکړل  . سربيره  پر دی  ، د څو فلمونو ، تيلويزيونی داستانی فلمونو  او  موسيقی  اثارو  د جوړولو په بهيرکی  يی  د  ارکسترا   د  لارښوونی  کار ترسره کړ  .

     ښاغلی پياو دونګ شنګ د موسيقی د لارښود  په  توګه  د خپلی دندې  د ترسره کولو په ضمن کی  د ملی موسيقی  د اثارو په جوړونی  او د موسيقی تيوری په  څيړنی هم  بوخت  دی .  هغه په سينګاپور ، تايوان او بيجينګ کی  د شخصی  اثارو  په باب  ځانګړی  هنری کنسرتونه   ترسره کړل  . د زياتو کلونو راهيسی  يی په وار سره د ولسی موسيقی او د موسيقی هفته ايزی جريدی   په شمول  ادبی  مجلو کی  علمی  مقالی  خپری کړی دی  .

   په ١٩٩٣کال کی  هغه  د  چين د کلتور د وزارت لخوا د  هغه متخصص  په توګه  چه  په ادبی او هنری  ساحه کی يی  ستر خدمتونه  سر ته  رسولی دی  ،  انتخاب شوی او    هغه  ته  د دولتی شورا لخوا  فوق العاده  معاش  ورکول کيږی  .

   اوس  به   د هغه  په  لارښوونه  غږوله  شوی  يوه  خوږه   نغمه   واورئ چه  نوم  يی  دی  _  د   سپوږمی په  روښانه او ښکلی رڼا کی   .