هو بينګ شيو
中国国际广播电台

      

ښاغلی هو بينګ شيو د چين  د موسيقی  په ساحه کی  يو برجسته  لارښود   دی  او په  ١٩٥٥ کال کی د ازموينی له لاری د موسيقی د مرکزی پوهنځی د کوچنيانو  په  ټولګی کی  شامل شو او په ١٩٥٨کال کی په نوموړی عالی هنری مدرسه کی په  رسمی  توګه  ومنل شو . په ١٩٥٩ کال کی يی د چک د شاهنای  د متخصصانو د روزلو په ټولګی  کی  په  لوړو تحصيلاتو پيل  وکړ او په ١٩٦٣کال کی په  پوره  برياليتوب  سره  ورځنی  فارغ  شوی او د چين  د مرکزی  فيلهارمونيک  د ارکسترا د  غږونکی په حيث  ګمارل شوی دی .

     ښاغلی هو بينګ شيو  پرته له  مرکزی فيلهارمونيک  د ارکسترا نه ،  په وار  سره  په شانګهای  او بيجينګ  کی  د بيجينګ اوپرا  ، د اوپراګانو  د مرکزی  تياتر،  د ختيځ  په نامه د سندرو او نڅاؤ  د  ټولنی  او د مرکزی  بالټ  د ټولنی  او  د مرکزی  ملی موزيک  د ارکسترا په شمول  د دولت  په درجه  اوو هنری ټولنو کی د    ارکسترا  د دايمی لارښود  او هنری  لارښوونکی  دندی  په غاړه  اخيستی دی .

    له دی امله چه  ښاغلی هو بينګ شيو د موسيقی د لارښود په هنر کی يی ستر برياليتوبونه  لاس ته راوړی دی ، چين د کلتور وزارت  د ممتاز لارښود  وياړ هغه ته ورکړ .

په ١٩٩٩کال کی  د چين  د مرکزی ملی  موزيک ارکسترا    د هغه  په مشرۍ د امريکی  په  ١٨ ښارونو کی  ګرځندی  نندارې  وکړې  او په دی بهير کی  يی د نړی په سويه  د لوی وايلين  غږونکی   ما يو يو په همکاری   د کارنيګی  د موسيقی  په  لوی سالون  کی د لوی وايلين په  وسيله  د پسرلنی خوب  په نامه  نغمه وغږوله  او بی ساری  برياليتوب  يی  وموند .

له ١٩٩٧کال نه  نيولی تر ٢٠٠٠کاله پوری  ښاغلی هو بينګ شيو د بلنی په وجه  د سينګاپور د چينايی  موسيقی  د ارکسترا  د موسيقی  د عمومی  نظارت       او لومړنی لارښود په توګه دنده  ترسره کړه     او په دی موده کی  د هغه  په مشرۍ  د نوموړی  ارکسترا  د چين  په  بيجينګ ، شانګهای او  سيامن  په ښارونو او د تايوان  په سيمه کی  ننداری  وکړې  او د نندارچيانو لخوا يی ډير تود هرکلی وشو .

اوس  به   د هغه  په  لارښود   يوه  غږوله  شوی  ډانسی  نغمه   واورئ  .