中国国际广播电台
ښاغلی چينګ سی يانګ په ١٩٥٣ کال
کی د چين د موسيقی د مرکزی
پوهنځی په اړه د په يوه ليسه
کی د پيانو او کمپوز په زده
کړی پيل وکړ ، په ١٩٦٠ کال کی
دنوموړی پوهنځی د رسمی زده
کوونکو په ډله کی شامل شو او په
١٩٦٥کال کی ورځنی د فارغيدو نه
وروسته د شانګهای د باليټ د
ټولنی د ارکسترا د دايمی
لارښود دنده په غاړه واخيستله
.
په ١٩٨١کال کی چينګ سی
يانګ د بلنی په اثر د پلټنی او
زده کړې لپاره امريکی ته لاړ
او هلته يی د ايلی د پوهنتون
پروفيسر اوتونيولر د لارښود د
علم او مهارت د زده کولو د استا
د په حيث وګاڼه ¸ دغه راز يی
په وار سره د نيويارک د معاصر
موسيقی د ټولنی ، د بروکلين د
سمفونی موزيک د هيات او د
حانولولو د سمفونی موزيک د ډلی
په نندارو کی هم ګډون وکړ .
د ١٩٨٥ کال راهيسی ښاغلی چينګ
سی يانګ په وار سره په پخوانی
شوروی اتحاد ، جاپان ، سکاتلنډ،
ايتاليا ، سويزرلند ، هانکانګ
، دکوريا په ديموکراتيک ولسی
جمهوريت ، د کوريا په جمهوريت ،
مکاو ، امريکی ، تايلند ،
سينګاپور ، استراليا او جرمنی
کی نندارې وکړی او ستر بری يی
وموند .
د چينګ سی يانګ نوم د نړی د
نامتو او برياليو شخصيتونو په هغه
کتاب کی لوستل کيږی کوم چه د
برتانيی د کامبريج د بين المللی
بيوګرافۍ د مرکز لخوا چاپ شويدی
.
اوس
ښاغلی چينګ سی يانګ دچين د
دولت په لومړنی درجه د موسيقی
لارښود دی او د شانګهای د
سمفونی ارکستراد موسيقی د عمومی
نظارت او لومړنی لارښود ، د
شانګهای د موسيقی پوهانو د ټولنی
د مرستيال ، د چين د موسيقی
پوهانو د ټولنی د شورا د غړی او
د شانګهای د سمفونی موزيک د
مينانو او علاقه مندانو د ټولنی د
رييس په شمول څو دندې په غاړه
لری .
اوس به
د يانوځانبو
جيانګ د درياب په
نامه يوه په زړه پوری
سندره واورئ .
|