جنګ شياو اينګ
中国国际广播电台

    

پروفيسره  جنګ  شياو اينګ   د چين  د موسيقی په  ساحه کی  لومړنی  ښځينه  لارښونکی  ده   او د اوپراګانو د مرکزی تياتر  د  لومړنی  لارښوونکی  ، د موسيقی د مرکزی پوهنځی  د لارښوونکی د څانګی  د رييسی ، اود (( ای وی نيو )) په نامه د ارکسترا د هنری عمومی نظارت   دندې  په غاړه  واخيستلی . اوس د سيا من د  ((ای وې )) په ارکسترا  کی چه   د چين  د حکومت  په  ملاتړ او مرسته  د لومړنی  مسلکی  ارکسترا ده ، د هنری  عمومی  نظارت  او لومړنی لارښودی په توګه  کارکوی ، دغه راز نوموړی  د چين د موسيقی پوهانو  د ټولنی د شورا  دايمی غړی هم ده  . په ١٩٨٥ کال  کی  هغی د فرانسی  د ادب او هنر په اړه  افتخاری  نشان  ترلاسه کړ  او د برتاني  د کامبريج د بين المللی بيوګرافۍ  د مرکز په شمول  د  نړيوالو نامتو شخصيتونو په څو کتابونو کی د جنګ شياو اينګ  نوم  لوستل کيږی .

 جنګ  شياو  اينګ  نه يوازی د چين  د موسيقی په ساحه کی  له تجربه دارو پروفيسرو او تکړه  لارښوونکو  څخه شميرل کيږی ، د وروستيو څو کلونو راهيسی  دهغی  څو تنو شاګردانو په جلاجلا توګه د امريکی ، ايتاليا ، اطريش  ، چک او پورتګال د د موسيقی د لارښود  په  نړيوالو سياليو او مسابقو کی لومړنی  نمبر ګټلی يا د چين  په دننه او بهر کی د غوره او ممتازو  لارښوونکو په قطارونو کی دريدلی دی  ،   بلکی  يی په  فعاله او مثبته توګه  وګړو ته  دموسيقی  علم او پوهی  زده کړی  او  د جاپان او امريکی  په  شمول  زياتو هيوادونو کی يی لکچرونه ورکړی دی  .  هغه  د چين  داسی  لومړنی لارښوده  ده  چه تر اوسه پوری  تل   د بلنی په اثر د هيواد  په بهر کی  د نړۍ  د مشهورو  اوپراګانو په نندارو کی  برخه لری . هغی  د ٦ ځلو لپاره  په فنليند او سويزرلند کی  د (( ماداما بوترفلی )) او  ((  لا بوهيمی  )) او داسی نورو  اوپراګانو دنندارو  لارښوونه کړی ده چه  ننداره چيانو او عامه افکارو  ډيره ستاينه  يی  حاصله کړی ده  .