يانګ هونګ جی
中国国际广播电台

    

يانګ  هونګ جی  د چين  د  مشهورو  سندرغاړو  څخه   شميرل کيږی  او د چين  د موسيقی  پوهانو د  ټولنی  او د چين  د تياتری ټولنی   غړی هم دی  .

   ښاغلی  يانګ هونګ جی  د ١٩٤١کال  د فبروری  په مياشت کی د چين د  شمال  ختيځ  د  لياو نينګ  ولايت  د دا  ليان  په  ښار کی  وزيږيد   او  د کوچنيتوب  په  وخت کی  يی  د سندرو  له  ويلو سره  ډيره  مينه  درلوده  او د ليسی  د  ١١  ټولګی  په   وخت کی  يی  د  دا ليان   ښار  د سندرو او نڅاؤ  د ډلی  يو  ځوان  لوبغاړی  وګرځيد  او  په  ١٩٦٢ کال کی  د امتحان  له  لاری  د بيجينګ  د ولسی  ازادی بخښوونکی  اردو د عمومی  سياسی اداری  په اړه  د اوپراګانو  د ډلی  لخوا منل شوی  دی  .

په ١٩٧٩کال کی  د جاپان  د موسيقی  نامتو  لارښود  سيزی اوزاوا د چين  د مرکزی  فيلهارمونيکې ټولنې   په   همکاری  په  چين  کی  د بيتهون  نهم  سمفونی موزيک  تمثيل کړ  .  ښاغلی  سيزی اوزاوا  د چين  د  شل ګونو   تنو سندرغاړو  له   جملی  څخه  يانګ هونګ  جی  انتخاب  کړ چه  په  ننداره کی  برخه  واخلی .   وروسته  يی   د(( کارمين  )) ،  (( ماداما  بوتر فلی  )) او ((  توسکا  په  شمول  په مشهورو  بهرنيو  اوپراګانو  او  چينی  اوپراګانو  کی  اصلی  رول  لوبولی دی .   

(   اوس  به  د  يانګ  هونګ  جی  په  أواز ويله  شوی  يوه  سندره  واورئ    )