中国国际广播电台
ګو لان اينګ د ښځو په جګ
أواز ډيره مشهوره سندرغاړی ده
. د ١٩٣٠کال د دسمبر په مياشت
کی د شان سيی ولايت د
پينګ ياو ولسوالی په يوه
غريبه کورنی کی وزيږيدله . د
٦ کالو په وخت کی يی د
محلی اوپرا په زده کړی پيل
وکړ او د اوو کالو په مهال
کی د لومړی ځل لپاره هنری
صحنی ته پورته شوه .
په ١٩٤٩ کال کی د چين د ولسی
جمهوريت د جوړيدو نه وروسته
ګو لان اينګ په وار سره د
ډرامو د مرکزی پوهنځی په اړه
د اوپرا او د نڅا تمثيل د
تياتر ، د ازمايښتی اوپرا د
مرکزی تياتر او د چين د اوپرا
او د نڅا تمثيل د تياتر د عمده
لوبغاړی په توګه استخدامه
شوه ، دغه راز يی د چين د
ادبی او هنری ټولنو د اتحاديی
د ٤ می دوری د ملی کميټی د
غړی ، او د چين د موسيقی
پوهانو د ټولنی د دوهمی او
دريمی شورا د غړی دندی هم
په غاړه واخيستلی . د چين د
هنری استازی په توګه هغی
د پخوانی شوروی اتحاد ، ،
رومانيی ، پولند ، چک سلواکيا
، يوګوسلاويا ، ايتاليا ، او
جاپان په
شمول شلو هيوادونو ته سفرونه
وکړل او د چين او خارجی
هيوادونو ترمنځ د کلتوری
تبادلی لپاره يی خدمتونه سر
ته ورسول .
ګو لان اينګ په ١٩٨٢ کال
کی له هنری صحنی سره مخه ښی
وکړه او د چين د موسيقی په
پوهنځی کی د شاګردانو د روزلو
په کار بوخته وه . په ١٩٨٦
کال کی يی د چين د ګوانګ
دونګ په ولايت کی د ګولان
اينګ هنری ښوونځی پرانستلی
او د ښوونځی د رييسی دنده
په غاړه لری . په ١٩٨٩کال کی
هغی د چين د طلايی ګرامافون
جايزه وګټله .
( اوس به د ګولان اينګ په
خوږ أواز کی يوه سندره
واورئ چه نوم يی دی _
زما ګران وطن
. )
|