中国国际广播电台
وو بی سيا يوه داسی ښځينه
سندرغاړی ده چه په لوړ أواز
سندری وايی . هغه د هونان
ولايت د څانګ ده ښار ده
او د ١٢ کالو په وخت کی يی
په هنری صحنه کی په ننداری
پيل وکړ . د چين د موسيقی
په پوهنځی کی د ليسانسی او
ماستری د علمی درجو د ګټلو
په موده کی وو بی سيا يوه
زيارکښه زده کوونکی وه . هغی
نه يوازی د ملی سندرو ، بلکی د
بهرنيو هيوادونو د سندرو د
ويلو اړوند مهارتونه ښه زده
کړی دی .
په ١٩٩٣ کال کی د
أوازلرونکی موسيقی په هغه
سيالی کی چه د چين د موسيقی
پوهانو د ټولنی او د چين د
کلتور د وزارت لخوا جوړه
شوی ، وو بی سيا نقره يی
جايزه ترلاسه کړه . وروسته يی
په وار سره د أوازلرونکی
موسيقی په اړه د ١٩٩٦ کال په
ملی مسابقه ، د چين د
أوازلرونکی موسيقی په لومړنی
نړيواله سيالی او د هسپانيی
د بيکباو په نړيواله مسابقه
کی لومړنی لمبر ګټلی ، د
پولند د مانيوسکو په بين
المللی سيالی او د څايکوفسکی د
موسيقی په بين المللی مسابقه
کی يی دوهم لمبر واخيست .
دغه راز يی د بلنو په اثر د
نړۍ په زياتو مشهورو اوپراګانو
کی د اصلی رول په توګه
دندی ترسره کړی . د
هسپانيی اخبارونو داسی وليکل
چه په نندارو کی د وو بی
سيا خوږ أواز له أسمان
څخه د ننداره چيانو غوږونو ته
رسيدلی غږ دی . د روسيی
مطبوعاتی ذرايعو په ستاينی
سره وويل چه هغه له ختيځی
نړۍ نه راغلی فرښته ده .
اوس به د
بلبل په نامه د
وو بی سيا په خوږ أواز کی
ويله شوی سندره واورئ .
|