چنګ  جه
中国国际广播电台

    

چنګ جه   د چين  د  نارينه  په  لوړ  أواز  مشهور سندرغاړی  دی  ،  د چين د موسيقی  پوهانو  د ټولنی  غړی او د  ولسی  ازادی بخښوونکی  اردو د  عمومی  سياسی  اداری  په اړه  د سندرو او نڅاؤ  په  ډله کی   د دولت  په  لومړی  درجه  لوبغاړی  هم دی .   چنګ جه  په  ١٩٦٢کال کی  زيږيدلی  او  په  ١٩٨٣ کال کی  د موسيقی له  مرکزی  پوهنځی  د اوپراګانو د هنر  له  څانګی  څخه  فارغ  شوی دی   او  استاذ  يی  د  چين  د أوازلرونکی موسيقی   په  ساحه کی   نامتو پروفيسر  شنګ  شيانګ  ؤ   .

     د چين   په  لويو هنری  کنسرتونو او اړوندو فعاليتونو کی   چنګ  جه  څو څو  ځله   د سولو رول  ولوباوه   او چينی او بهرنيو  متخصصانو   او نندارچيانو   ورته  شاباسی  وويله  .

   د امريکی  د نيويارک  د اوپراګانو  د تياتر  رييسی ميرمن  بيفری بچی  چه  د  ښځو  په  جګ  أواز  کی   د نړۍ  له لسو نامتو سندرغاړو  څخه  شميرل کيږی  ،  چنګ  جه  ته   داسی  شاباسی  ورکړ چه   د نارينه   په  لوړ  أواز کی  د سندرو ويلو په  برخه کی   ډير لږ  ليدل  کيږی .  د امريکی د نيويارک د تايمز ورځپاڼې  د مقالی په خپرولو سره   وويل   چه  زمونږ لپاره نوموړی  د نننی  نړۍ  د سندرو  په  ساحه کی   له  ختيځی نړۍ  نه  راغلی  چلنج  بلل  کيږی  .

   اوس  به   د هغه   په  خوږ  أواز  کی  ويله  شوی  يوه  سندره  واورئ  چه  نوم   يی  دی  _   اه  ، زما  لمر   .