中国国际广播电台
سونګ ځو اينګ په اوسنی چين
کی تر ټولو ممتازو او برياليو
ځوانو سندرغاړو څخه يوه ده .
د ١٩٦٦کال د جون په ٢٧ نيټه
سونګ ځو اينګ د چين د هونان
ولايت د ګو جانګ ولسوالی د
مياو قوم په وړوکی غرنی کلی
کی زيږيدلی او د ١٩٨١ کال د
اګيست په مياشت کی د نهم
ټولګۍ د زده کړی د ترسره
کيدو نه وروسته د امتحان له
لاری د نوموړی ولسوالی د
هنری هيات لخوا ومنله شوه .
وروسته د تو جيا او ياو د
قومونو د سندرو او نڅاؤ د ډلی
يوه غړی وګرځيده او هلته يی له
يوه کال نه د کم وخت نه
وروسته بيا د امتحان له لاری
د مرکزی قومی پوهنځی د
موسيقی او نڅا په څانګه کی
په زده کړی پيل وکړ او په
١٩٨٧کال کی يی خپله تحصيلی
دنده پای ته ورسوله او ورځنی
فارغه شوه . د ١٩٨٨کال کی د
اکتوبر په مياشت کی د هونان
ولايت په مرکز څانګ شا کی د
هيواد د أوازخوانانو په ګډون
هغه ملی سيالی کی چه د چين د
موسيقی پوهانو لخوا جوړه شوه
، سونګ ځو اينګ طلايی جايزه
وګټله او په دی ډول هغه د
مشهور موسيقی پوه پروفيسر جين
تيان لين شاګرده وګرځيده ،
ورپسی يی د پسرلنی اختر د
نمانځنی په هغه ماښامنی هنری
کنسرت کی چه د چين د مرکزی
تيلويزيونی سټيشن لخوا ترتيب
شوی و ، سونګ ځو اينګ يو ځل
بيا د خپل ځانګړی هنری سبک او
مهارت له امله د نندارچيانو
لخوا و پيژندل شوه او د هيواد
په چوکاټ کی يی شهرت موندلی
دی . په ١٩٩١ کال کی هغه د
چين د ولسی ازادی بخښوونکی
اردو د سمندری قواؤ د سياسی
اداری په اړه د سندرو او نڅاو
په ډله کی وګمارله شوه ،
اوس د دولت په لومړنی درجه
لوبغاړی ده او د حکومت لخوا
ورباندی فوق العاده معاش ويشل
کيږی .
د سندرغاړې سونګ ځو
اينګ په خوږ أواز کی د ويلی
شويو ډيرو په زړه پوری سندرو
نومونه دا دی _ ښه ژوند ،.
له چين سره مينی ، د وطن له
هرګوټ نه راغلی عسکر او داسی
نور ، د چين د ولسونو او د
هيواد په بهر کی د چينايی
اوسيدونکو په منځ کی خپری
شوی او د هر چا په شونډو
زمزمه کيږی .
په ٢٠٠٠ کال کی د چين د
اديبانو اوأرټيسيټانو اتحاديی
ورباندی د هغه أرټيسيټ وياړی
لقب ورکړ چه په اخلاقی او
هنری په دواړو برخو کی غوره
والی لری . دغه راز سونګ ځو
اينګ په ٢٠٠٢ کال کی د
سيدنی د اوپرا په تياتر ، او
په ٢٠٠٣ کال کی د ويانا د
کنسرټ په طلايی سالون کی په
خپلو ځانګړی هنری کنسرتونو کی
پوره ستر بری وموند .
اوس به د سونګ په خوږ أواز
ويله شوی يوه سندره واورئ
چه نوم يی دی _
ښه ژوند
.
|