شيو وی
中国国际广播电台

    

شيوی   وی  د وايلن   غږونکی  دی  او  په  ١٩٦٣ کال کی  زيږيدلی دی   .   هغه  د تنګ ماو لونګ ، جين جونګ پينګ ،  چينګ شين جه ، تان  شو جن  او جنګ شه  شنګ په  شمول  د  څو  تنو ښوونکو  د  جدی  روزنی  له  برکته   ډيرښه  بنسټ  لری . په وار سره  يی په ١٩٨١ کال  د چين  د وايلن  په ملی  سيالی  او  په  ١٩٨٢ کال کی  د کارل فليش  په  نړيواله  سيالی کی   جايزی  وګټلی   .

په  ١٩٨٣ کال کی   شيوی  وی  د امتحان او ازموينی  له لاری  د موسيقی  په مرکزی  پوهنځی کی  شامل  شو  او دوه کاله    وروسته  د لوړو  تحصيلاتو  لپاره  برتانيی ته  لاړ . او په  ١٩٨٦ کال کی يی په مسکوکی د څايکوفسکی  د وايلن په  مسابقه کی  دوهمه  جايزه  وګټله  او په همدی کال   په  برتانيه کی  د وايلن  د  ځوان  غږونکی  په  توګه کلنی  جايزه  ترلاسه کړه  .

 د برتانيی د ګرامافون  په نامه  مشهوری مجلی  وويل  چه  شيوی  وی د  نننی  نړۍ  د وايلن  له  برجسته  غږونکو څخه  يو دی  .  هغه  د د هميش  لپاره  د برتانيی   د موسيقی له  مشهورو ډلو  سره  همکاری  کوی  او د اروپايی هيوادونو  د موسيقی  په  صحنوکی يو  فعال  هنرمند  ګرځيدلی  دی   .

له  ١٩٨٩ کال  څخه  شيو وی   د برتانيی  د شاهی کورنی  د موسيقی  د پوهنځی  د پروفيسر  په  حيث   ګمارل  شوی دی .  

  اوس  به  د  هغه  لخوا  د  وايلن  په  وسيله  غږوله  شوی  يوه  ډانسی  نغمه  واورئ  .

  اوس  به  د  هغه  لخوا  د  وايلن  په  وسيله  غږوله  شوی  يوه  ډانسی  نغمه  واورئ  .