جاو شونګ  تينګ
中国国际广播电台

    

جاو شونګ  تينګ په  ١٩٢٤ کال کی  د چين  د جه جيانګ  ولايت  په دونګ  يانګ  کی زيږيدلی دی   .  له   کوچنيتوب  څخه   يی  له   موزيک  سره  ډيره  مينه  او شوق  درلود   او د ٩ کلنی  په وخت  کی  يی  د  شپيلی  په  زده کړی  پيل وکړ  او  وروسته   يی  د (( ارهو)) او  (( پي پا ))  د  تاريزو الو  او د سورنی  په  شمول   د ملی  موسيقی الاتو  د غږولو په زده کړو  کی   ځان  ورساوه . خو د ٢٢ کلنی په وخت کی يی  د پلار  د  غوښتنی  سره سم  مجبورأ   د موزيک  څخه  لاس  واخيست   او د شانګهای د  حقوقو په  پوهنځی کی يی د  قانون د علم  په  زده کړی  پيل وکړ .

په ١٩٤٩ کال کی جاو شونګ  تينګ په  قطعی  توګه  د قانون  د علم   له  زده کړی  نه  لاس واخيست  او د  ازموينی  نه وروسته  په  يوه  هنری  ډله کی  ومنل  شو   . هلته  يی  نه  يوازی  د لويديځو هيوادونو  د څو موسيقی الاتو  د  غږولو  مهارتونه  زده کړل   او بلکی  يی  د  سندرو  د شعرونو په ليکلو   او د کمپوز کولو په  برخه کی  هم  تکړه والی  وموند  .  په  ١٩٥٦کال کی  جاو  شونګ  تينګ  د جه جيانګ  ولايت  د فولکلوری  سندرو او نڅاؤ  په ډله کی  داخل  شو  او د  چين  د موسيقی  په  لومړنی  فستيوال  کی يی د  سهار  په  نامه  د  نغمی د  غږولو له امله  ډير لوی بری  وموند .    

     دغه  راز  هغه  په  ١٩٦٤ کال کی  د  شانګهای  د  پسرلی  په نامه  په  پنځم هنری  کنسرت  کی  د اوريدونکو لخوا  هرکلی وشو او د اړوندو  پوهانو  لخوا    ستاينه يی  حاصله کړه  .  

     وروسته  هغه  د شپيلی  په  علمی او تخنيکی  څيړلو  بوخت  ؤ   او بالاخره يی  د  شپيلۍ  د جوړولو لپاره علمی  طريقه  برابره کړی ده . 

جاو  شونګ  تينګ  که څه هم   د موسيقی په  رسمی  ښوونځی کی  نه  دی  شامل شوی  ، خو په  ادبی  او    علمی او تخنيکی  ساحو کی  ډير غنی   معلومات لری  او  د هغه  شاګردانو  په  ډله کی   زياتو کسانو  په  هيواد  په  داخل  او بهر کی  ډير شهرت  موندلی دی  .

    له  بده مرغه   ښاغلی  جاو  شونګ  تينګ  د ناروغۍ  په  اثر  په  ٢٠٠١ کال  کی  د جه جيانګ  ولايت  په  مرکز  هانګ  جو  ښار کی  وفات  شو   .

 

   اوس  به  د هغه  لخوا  غږوله  شوی   خوږه نغمه  واورئ  .