لوژه ژونګ
中国国际广播电台

     

 

 لو ژه  ژونګ   د  ١٩٣٣کال  د جون  په  لومړی  نيټه  د چين  د منځنی  برخی  د هو بۍ  ولايت  د زيون  په  ولسوالی کی  وزيږيده   او  په  ١٩٤٥ کال  کی  يی  په  هنری  کار کی  برخه  واخيسته  او  په ١٩٥٠ کال کی  د وايلن  او ((  ار هو )) د دوتار  غږونکی  ؤ  .  وروسته يی د شمال  لويديځ   په هنری  پوهنځنی کی  د  ار هو  د  غږولو د  مهارت  د زده کړی  په  عين وخت کی  د موسيقی  د  جوړونی  او لارښوونی  په زده کړې  پيل هم  وکړ .  په  ١٩٥٤کال  کی  د فارغيدو نه وروسته  د ښوونکی  په توګه   په  مورنی  پوهنځی کی  پاتی  شو  .  هغه  د نوموړی  پوهنځی  د مرستيال  په توګه   دنده  په غاړه  درلوده   .  اوس  د  سی ان د موسيقی  د پوهنځی  د ماسترانو د روزلو  د لارښوونکی  استاد  ، د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی  په اړه  د ملی موزيک  دکميټې  د مرستيال  او  دچين دملی  ارکسرايی 

موزيک د ټولنی  د مرستيال   په  شمول   زياتی دندې  په غاړه  لری  .

     د چين  د شاين  سی  ولايت  د  سی  ان  د موسيقی  د  پوهنځی  ملی  ارکسترا   د ښاغلی  لو ژه ژونک لخوا  جوړه  او روزله  شوی   او  ددوی لخوا   ټولو  هيوادوالو ته  وړاندی  شوو  زياتو  غوره  اثارو  د هيواد  په  دننه او بهر کی  د  موسيقی  د  شخصيتونو څخه  ستاينی  حاصلی کړی دی  .  په  ١٩٩١ کال کی  د هغه  په  مشرۍ  يوی هنری  ډلی   اروپايی هيوادونو ته  سفر وکړ   او  په  دی  موده کی يی  په  فرانسه کی  د  چانګ  ان  د لرغونی  موزيک  په نامه  CD  کيسټ  جوړ  کړ  او  د پاريس  د  چارکوس  طلايی  علمی جايزه  يی  تر لاسه کړه  .

     د شلمی پيړی  د اتمی لسيزی  راهيسی  نوموړی  په وار سره  د بلنو  په اثر  جاپان ، جرمنی ،  فرانسی  ،  بيلجيم ، هاليند ،  سويزرلند ،.  هسپانيی ، ماليزيا ، سينګاپور ، هانکانګ او  تايوان   په  شمول  زياتو هيوادونو او سيمو کی دکلتوری  تبادلو او  لکچر ورکولو  په  فعاليتونو  لاس  پوری  کړ  .

په  ١٩٩٢ کال کی   د چين  دولتی  شورا ښاغلی   لوژه ژونګ  ته   د هغه  متخصيص په  توګه  اقتخاری  لقب  ورکړ کوم چه  د  خپل هيواد لپاره  يی  وتلی خدمتونه  سرته  رسولی دی  .

 

اوس  به  د هغه  لخوا غږوله  شوی   نغمه  واورئ  .