فو چونګ

中国国际广播电台

 

ښاغلی  فو چونګ   د ١٩٣٤ کال  د مارچ  په  لسمه نيټه  د چين  د  شانګهای  په  يوه هنری  کورنی کی  وزيږيده   او پلار  يی  فو لۍ   د چين  نامتو هنری  تيوريکی پوه  او ژباړن  ؤ  . ماشوم  فوچونګ  يوازی د درو او څلورو کالو په  وخت کی  له  موزيک سره    علاقه  څرګنده  کړه  او  د  اوو نيمی کالو  په وخت کی  د پيانو د  وهلو  په زده کړی  پيل وکړ  او د  ايتاليا  د موسيقی  لارښوونکی  او  د پيانو وهونکی ماريو پاسی   د هغه  استاد  ؤ  . ماريو پاسی  د  ليسټ  د  شاګرد  زده کوونکی ؤ او ښاغلی  فو چونګ  د درو کالو لپاره  ورڅخه  زده کړه  وکړه .    په  ١٩٥١ کال کی نوموړی بيا د  پخوانی  شوروی  اتحاد  تابعيت  لرونکی پيانووهونکی ميرمن اده برونستين  د خپلی  استادې   په  توګه  وپيژند .    

  

        په ١٩٥٣ کال کی  د نړيوالو ځوانانو د ښادۍ  څلورم  فيستيوال  په  رومانيه کی  پرانستلو شو  او  ښاغلی  فو چونګ  د يوازنی  چينايی  هنرمند   په  توګه  په  نوموړی  فيستيوال کی   د  پيانو د وهلو  په  مسابقه کی  برخه  واخيسته  او  دريمه جايزه  يی  ترلاسه  کړه  .

     د ١٩٥٥کال  د مارچ په مياشت کی د  فريديريکر چوپين  د پيانو ٥ مه  نړيواله مسابقه  د پوليند  په مرکز  وارسا کی  پرځای  شوه   او  د نړۍ  له بيلا بيلو سيمو  څخه  د راغلو ٧٤ تنو  برخه والو  لوبغاړو  په  جمله کی  ښاغلی  فو چونګ  يوازنی  چينی  لوبغاړی  ؤ  .  د درو  پړاؤ  د مسابقو نه  وروسته   يی  دريم  لمبر  وګاټه  او دا  لومړنی ځل  و  چه   د  ختيځی نړۍ  نه  راغلی  لوبغاړی  د چوپين  د  پيانو  په  مسابقه کی   جايزه  لاس  ته  راوړه  او  د مسابقی  په  بهير کی  د نندارچيانو او اوريدونکو  د زياتی  توجه وړ  وګرځيد  .  

       د نوموړی مسابقی نه  وروسته   فو چونګ  په  پوليند کی  پاتی  شو  او په مداومه توګه  يی  پيانو  زده کړه   .  د ١٩٥٨ کال  د دسمبر په مياشت کی  فو چونګ   له  پوليند څخه  ووت   او  د مهاجر  په توګه يی  په  لندن کی  هستوګنه درلوده   .

د  تيری  پيړۍ  په   شپږمی  او اوومی  لسيزو کی   فو چونګ  تقريبأ  دوه  زره  څلور سوه   ځانګړی  هنری کنسرتونه   ور کړل  .  هغه  د مينيوهين  او بارينبويم  په شمول  د نړی  له  مشهورو  غوږونکو  سره   همکاری  وکړه   او  ٥٠  سی دی   يی جوړکړی دی  .  

د  ١٩٧٦کال  نه  وروسته   غالبأ   هر کال   خپل  وطن  چين ته  بيرته  راځی  او  دلته  ننداری  کوی  يا  لکچرونه  ورکوی  . دغه  شان  يی  د  چين  د مرکزی  فيلهارمونيک  ارکسترا    او  د موسيقی  له  مرکزی  پوهنځی  د  محصلينو  د  هنری  ډلی  سره  همکاری  وکړه    او  په ګډه  سره  يی  د بيتوفين   او موزرټ   موزيک   چينايی  نندارچيانو او اوريدونکو ته وړاندی  کړ .  

  اوس  به  د  فوچونګ  لخوا  د  پياو  په وسيله   غړوله  شوی   نامتو  نغمه  واورئ  .