د صنعتی  جوړښت په باب  اساسی حالات

中国国际广播电台

      

د صنعت جوړښت د صنعتی څانګو ترمنځ  دتوليدی اصلی عامل  د تناسب جوړښت ته  او ددوی تر منځ  متقابل  اتکا او متقابل کنترول اړيکو ته نيسی او دغه اړيکی په عمده ډول د زراعت ، صنعت او خدمتی چارو تر منځ د تناسب دروابطو او د بلا بيلو کسبونو تر منځ د تناسب د روابطو څخه عبارت دی .

  په ١٩٤٩ کال کښی  د نوی چين د تاسيس نه راهيسی د چين صنعتی جوړښت دری انکشافی مرحلی  تيری کړی دی ، لومړۍ مرحله يی دتيری پيړۍ دپنځمی لسيزی له سر نه  داوومی لسيزی تر پايه پوری وه ، چين په چټکۍ سره د نيمی مستعمری داقتصاد خصوصيت بدل کړی و او په ابتدايی توګه يی د صنعتی کولو بنسټ کيښودلی و ، دوهمه مرحله يی د ١٩٧٩ کال  له پيل نه  د تيری پيړۍ دنهمی لسيزی تر ابتدايی مودی پوری وه ، چين د اصلاح او ورخلاصون  پاليسۍ تطبيق کړی او په پر له پسی ډول يی دصنعت جوړښت تنظيم کړی و چه په نتيجه کښی چين د صنعتی کولو د منځنی دوری مرحلی ته داخل شوی  و ، دريمه مرحله يی د تيری پيړۍ دنهمی لسيزی له سر نه تر ٢٠٢٠ کاله پوری ده .دتيری پيړۍ دنهمی لسيزی په سر کښی  چين د سوسياليزم د بازاری اقتصادی نظام د ايجاد په باب ستراتيجۍ وړاندی کړی وه ، په ٢٠٢٠ کال کی به چين د صنعتی کولودتطبيق  په عين وخت کښی په ابتدايی توګه انفارميشين کول تر سره کړی .

   د څه د پاسه پنځوسو کالو نه راهيسی دچين دزراعت ،صنعت او خدمتی چارو ترمنځ دتناسب په روابطو کښی  نسبتا ستر بدلونونه هم  را منځ  ته شوی دی . د تير پيړۍ د پنځمی لسيزی له سر نه تر ٢٠٠٢ کاله پوری د چين د زراعت برخه  په سلو کښی دپنځه څلويښت اعشاريه څلور نه په سلو کښی څوارلس اعشاريه پنځه ته کم شوی وه .د صنعت برخه يی په سلو کښی څلور ديرش اعشاريه څلور نه په سلو کښی يو پنځوس اعشاريه اته ته زيات شوی او دخدمتی چارو برخه په سلو کښی له شل اعشاريه دوه نه په سلو کښی دری ديرشو اعشاريه  اوه ته  زياته شوی  وه .