خدمتی  چاری

中国国际广播电台

 

  د تيری پيړۍ د اوومی لسيزی د پای نه راهيسی دچين خدمتی چارو د ليدو وړ انکشاف کړی دی .  په عمده ډول په لاندنيو دوو برخو کښی څرګنديږی چه  لومړۍ ، د خدمتی چارو پيمانه يی په پر له پسی ډول پراخه شوی ده .داحصائيی  له مخی  له ١٩٧٨ کال  نه تر٢٠٠٢ کاله پوری دچين دخدمتی چارو د زياتوالی ارزښت له شپږ اتيا مليارډو پنځوس مليونو ژن مين بی يونو څخه دری زرو څلور سوه دری پنځوس مليارډو دری سوو مليونو ژن مين بی يونو ته ورسيد .دداخلی توليداتو په عمومی ارزښت کښی دخدمتی چارو د زياتوالی د ارزښت برخه  په  ١٩٧٩ کال کښی  په سلو کښی يو ويشت اعشاريه څلور  وه ، تر ٢٠٠٢ کاله پوری  په سلو کښی دری ديرش اعشاريه اوه  ته زياته شوی  وه ، که څه هم دچين خدمتی چاری د سارس د ناروغۍ او د وچوبی او سيلاونو دافتونو تر ناوړه اغيزی لاندی  وی  ، خو لا هم يی په چټکۍ سره  انکشاف موندلی  دی .  له بلی خوا د چين  خدمتی چاری ګام په ګام د کارکوونکو د منلو عمده لاره ګرځيدلی دی . دکارکوونکو شمير يی  په ١٩٧٨ کال کښی اته څلويښت مليونه نه لکو تنه وو ، تر٢٠٠٢ کاله پوری  دوه سوو لس مليونو تنو ته زيات  شو .

   اوس دچين خدمتی چاری د توريزم ، دپرچون خرڅلاو ، پولی، بيمی ، انفارميشين، ترانسپورت ، قانون ، محاسبی او  نورو برخو پوری اړه لری .دچين دانکشافی پلان له مخی تر ٢٠٢٠ کاله پوری به د داخلی توليداتو په عمومی ارزښت کښی  دخدمتی چارو  د زياتوالی د ارزښت  برخه داوس د  يو پر دريمی برخی  نه  يو پر دوهمی برخی ته زياته شی .