انکشافی ستراتيجۍ

中国国际广播电台

 

د ١٩٨٧ کال  د اکتوبر په مياشت کښی دچين د کمونيست ګوند په ديارلسم ملی کانګرس کښی په ښکاره توګه دچين دعصری ابادۍ په باب  ستراتيجيکی ترتيبات  وړاندی شوی وو او مشخص اهداف  په دی ډول دی چه  لومړی هدف يی دا دی چه له ١٩٨١ کال نه تر١٩٩٠ کاله پوری به دچين دداخلی توليداتو عمومی ارزښت  دوه  چنده شی او د خلکو د څښاک او پوښاک مسئله به حله  شی . دوهم هدف يی دا دی چه له ١٩٩١ کال نه د شلمی پيړۍ تر پايه پوری به د ملی  توليداتو عمومی ارزښت دری چنده شی او دخلکو ژوندبه  نسبتی شتمنی سويی ته ورسيږی . دريم هدف يی  دادی چه ديو ويشتمی پيړۍ تر منځنی دوری پوری به دهر يو تن په سر دداخلی توليداتو عموی ارزښت دمنځنی درجی د  پرمختللی هيوادونو سويی ته ورسيږی ، دخلکو ژوند به نسبتا شتمن شی  او عصری ابادۍ به  اساسا  تر سره شی .

     د١٩٩٧ کال په سپټمبر کښی دچين دکمونيست ګوندپه پنځلسم ملی کانګرس کښی وړاندی شوی و چه دريم مجادلوی هدف  بايد نور هم مشخص شی او هغه دا دی چه ديو ويشتمی پيړۍ تر لومړی لسو کالو پور ی به دچين د داخلی توليداتو عمومی ارزښت د ٢٠٠٠ کال  په نسبت دوه  چنده شی ،څوچه دخلکو ژوند نور هم شتمن او ښه  شی او نسبتی مکمل سوسياليستی بازاری اقتصادی سيستم رامنځ  ته شی .د دوهم لسوکالودکوششونو له لاری  به  ملی اقتصاد نور هم  انکشاف ومومی او بيلا بيل نظامونه به  نور هم مکمل شی .تر٢٠٥٠ کاله پوری  به  په چين کښی اساسا  عصری کول  تر سره شی  او يو غښتلی ،  ديموکراتيک او متمدن سوسياليستی  هيواد به  اباد  شی .