د سرمايه ګذارۍ  په باب سياست

中国国际广播电台


  

چين  له داسی هيوادونو څخه شميرل کيږی چه د نورو هيوادونو په نسبت يی  ډيری زياتی پانګی منلی دی . په داسی حالت کښی چه د نړی اقتصاد درکود په حال کښی دی  او په نړۍ کښی پانګی  په زياتی اندازی سره کمی شوی دی،چين  ځکه د خارجی پانګو څخه د استفادی په برخه کښی دومره برياليتوبونه لاس ته راوړلی دی چه  عمده علت يی  د پانګه اچونی  په باب دچين  په زياتو امتيازی او معقولو پاليسو  پوری اړه  لری .

           د تيری پيړۍ داتمی  لسيزی  له  پيل  نه چين  په يو زيات شمير اساسی  تاسيساتو کښی  بشری  ، مادی او مالی  قوی اچولی  دی ،په دی اثر يی په چين کښی  دفابريکو د جوړولو په برخه کښی دخارجی سوداګرانو دپاره ښه چاپيريال برابر کړی دی .همدا راز  چين  په وار سره هغه څه  د پاسه پنځه سوه اقتصادی قاعدی صادری کړی دی  کوم چه په خارج پوری اړه لری.، دخارجی سوداګرانو دپاره يی قانونی  اساس او ضمانت  برابر کړی دی .د ١٩٩٧کال تر پايه پوری  چين  دخارجی سوداګرانو له خوا دسرمايه ګذارۍ دصنعت د لارښوونی په باب فهرست تعديل  او اعلام  يی کړی دی ، خارجی سوداګران يی هڅولی  او ورڅخه يی ملاتړ کړی  دی  چه  د زراعت د عمومی  انکشاف ،انرژيو، مواصلاتو ، مهمو اومه موادو، لوړو او نويو تخنيکونو ، د منابعو څخه د عمومی استفادی او د چاپيريال دساتنی په شمول   ساحو کښی پانکی واچوی .د نړيوال   تجارتی سازمان د قاعدی او دچين د وعدو له مخی  ټول څه نا څه دوه زره دری سوه اسناد منظم شوی   چه  په دی جمله کښی اته سوه ديرش اسناد فسخ شوی  او دری سوه پنځه  ويشت اسناد تعديل شوی دی  او  په اساسی توګه  يی د اقتصادی قوانينو او قاعدو د تنظم او اصلاح  کولو کار تر سره کړی دی ، په چينی  او خارجی پانګو دتصديو د  اداری  د قانون  ،  په  چينی او خارجی  مشترکی همکا رۍ او په  خارجی پانګو د تصديو دقانون د درو لويو اساسی  قوانينو او داړوندو قواعدو د تطبيق  په عمده برخه دخارجی سوداګرانو له خوا دپانګه اچونی قانونی سيستم په اساسی ډول  جوړ شوی دی .د٢٠٠٣ کال تر پايه پوری د څه د پاسه يو سلو اويا هيوادونو او سيمو خارجی سوداګرانو په چين کښی  پانګی واچولی او د خارجی تصديو شمير  څلورو لکو ته ورسيد، بين المللی لويی مالی ډلی او بين المللی  شرکتونه دچين د بازارونو په مقابل کښی  پوره اطمينان لری ، په نړۍ کښی پنځه سوه لوی بين المللی شرکتونه د پانګه  اچولو دپاره  چين ته راغلی دی  چين له هغو هيوادونو څخه شميرل کيږی چه  د پانګه اچونی  محيط يی  د نورو هيوادونو په نسبت  ډير ښه  دی