اقتصادی خاصی ناحيی او په سواحلو کښی ورخلاص  ښارونه 

中国国际广播电台

 

د چين حکومت  په ١٩٧٨ کال کښی  پريکړه وکړه چه  داقتصادی نظام په اصلاحاتو  لاس  پوری کړی  ،  په عين وخت کښی  چين  د پلان له مخی خارج ته دورخلاصون سياست  په تطبيق  پيل کړی دی .  د ١٩٨٠ کال  له پيل نه چين په وار سره د کوانګ تونګ ولايت په  شين جينګ ، جو های او سان  توو او د فو جی ولايت په سيا منګ او دهای نان په ولايت کښی پنځه اقتصادی خاصی ناحيی  جوړی کړی دی ،  په  ١٩٨٤ کال کښی چين  بيا  دا لی ، چينګ هوانګ داو ، تين جينګ  ، يی تای  چينګ  داو ، لی يون ګانګ ، نان تونګ ،شانګهای ، نين  بو ، وين جو ، فو جو ،کوانګ جو، ځان جيانګ او  بی های په شمول څوارلس ساحلی ښارونه خارج ته  خلاص کړی  دی ، د ١٩٨٥ کال نه وروسته په پر له پسی ډول  د يانګنځی سيند مثلث ، د جو جيانګ مثلث ، د مينګ  نان   ناحيه ، د شان تونګ ټاپووزمه ، د لياو تونګ ټاپووزمه ، د حه  بی  ولايت او  د ګوانګ  سی دځوانګ  قوم خودمختاره سيمه داقتصادی ورخلاصو  سيمو په توګه  ټاکل  شوی دی  او له دی لاری  په سواحلو کښی  اقتصادی ورخلاصه  منطقه  جوړه شوی ده .په  ١٩٩٠ کال کښی دچين حکومت پريکړه وکړه چه د شانګهای د پو تونګ  نوی ناحيه اباده او خارج ته ور خلاصه کړی ،  د يانګنځی سيند په دواړو غاړو کښی  يو شمير ښارونه  يی  خارج ته  خلاص کړی او د پو تونګ د نوی ناحيی په عمده برخه کښی  د يانګنځی  سيند ورخلاصه منطقه  جوړه شوی ده .د ١٩٩٢ کال  د پيل نه راهيسی چين  بيا  پريکړه وکړه چه  يو شمير سرحدی  ښارونه او دچين په لويه وچه کښی د ټولو  ولايتونو  مرکزی  ښارونه خارج ته خلاص کړی. علاوه پردی  چين په ځينو لويو او منځنيو ښارونو کښی ددولت په درجه  نه څلويښت  اقتصادی او تخنيکی انکشافی سيمی او د لوړو او نويو تخنيکونو دصنعت دری پنځوس انکشافی سيمی جوړی کړی دی  . په دی ډول  په چين کښی  خارج ته د هر اړخيز ورخلاصون  وضعيت  را منځ ته شوی دی .

  خارج ته  نوموړی ذکر شوی ورخلاصی سيمی د بيلا بيلو  امتيازی سياستونو دتطبيق  له امله خارجی  اقتصاد ته د پراختيا ورکولو ،د تجارتی مالونو د صادرولو له لاری دخارجی اسعارو د لاس ته راوړلو او دمترقی تخنيکونو دانتقالولو په برخو کښی د چين  د نورو ځايونو دپاره د کړکۍ په توګه  رول لوبولی دی .