د دولت په درجه د لوړو او نويو تخنيکونو  سيمی

中国国际广播电台

 

اوس په چين کښی  ددولت په درجه دلوړو او نويو تخنيکونو دصنعت  څه د پاسه پنځوس انکشافی سيمی جوړی شوی دی .د ولايت او وزارت  په درجه څه د پاسه شپږ سوه علمی څيړونکی  ثمرونه د لوړو او نويو تخينيکونو په  انکشافی  سيمو کښی صنعتی کول  تر سره  شوی دی .په نوموړو  انکشافی سيمو کښی د عمده و اقتصادی اهدافو د زياتوالی کلنی  منځنی  ميزان په مسلسلو لسوکلونو  کښی  په سلو  کښی  شپيته برخه   ساتل شوی دی  او د ملی اقتصاد  د انکشاف  کولو  مهمه قوه ګرځيدلی ده .

     له د ی کبله چه د بيجينګ د ځونګ ګوان  څون  علمی او تخنيکی  انکشافی  سيمی او  د   تين جينګ ،شانګهای ، دا لی ، سيا مينګ  ، چينګ  داو او  شين جين  په ښارونو او  د حه لونګ جيانک ، جيانګ سو ، ان خوی ، شان تونګ ، هو بی ،ګوانګ تونګ، شان  سی په ولايتونو کښی د لوړو او نويو تخينکونود صنعت   انکشافی  سيمو په چټکۍ سره انکشاف کړی ، د چاپيريال  ابادۍ  يی  ښه ده  او د لوړو او نويو تخنيکونو دتوليداتو صدور يی   ډير زيات شوی  دی او د دولت له خوا د تجارتی مالونو د صادرولودپاره د لومړۍ ډلی  د مرکزونو  په توکه ټاکل شوی دی  . له دی کبله چه د ځو جيانګ په  دلتا  او د يانګنځی سيند په دلتا او د بيجينګ او تين جينګ په  سيمه کښی  د لوړو او نويو تخنيکونو د توليداتو د صادرولو زيات مرکزونه  راغونډ شوی ، نو ځکه  صادراتی برخه يی  په ټول هيواد کښی د لوړو او نويو تخنيکونو دتوليداتو د صدور په سلو کښی  اتيا برخه نيولی ده  . په ٢٠٠٢ کال کښی  د تجارتی مالونو دصدور په عمومی اندازه کښی  دچين د نوموړو توليداتو  صادراتی برخه په سلو کښی  شل  برخه  نيولی چه  په نتيجه کښی  دچين د تجارتی مالونو د صادرولو  جوړښت نور هم  ښه  شوی دی .