د خارجی پانګو څخه استفاده

中国国际广播电台

 

د چين له خوا د خارجی پانګو څخه د استفادی طريقی او شکلونه ډول  ډول دی  او دری شکلونه لری چه  لومړۍ چين  له خارج څخه  پيسی  په امانت اخلی ، مثلا د خارجی هيوادونو حکومتونو، بين المللی پولی موسسو او خارجی تجارتی بانکونو څخه  کريدتونه اخلی او خارج ته سهمونه  صادروی او داسی نور. دوهم خارجی سوداګران په مستقيم ډول  په چين کی  پانګی اچوی مثلا  په خارجی پانګو،په چينی او خارجی  پانګو او د مشترکی همکاری له لاری  تصدۍ  جوړوی . دريم  په چين کښی د خارجی سوداګرانو نوری پانګی  اچونی،  مثلا خارجی سوداګران  په  چين کښی د چمتو کولو او مجهز کولو په چارو  لاس پوری کوی ، خارج ته  اسهام صادروی او داسی نور .

له ١٩٩٠ کال نه تر٢٠٠١ کاله پوری  چين د پنځوسوو لسو مليارډو اتو سوو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه د خارجی پانګو څخه واقعی استفاده  کړی چه په دی جمله کښی د درو سوو اته اويا مليارډْو  امريکايی ډالرو په اندازه خارجی پانګی شامل  وی . په ٢٠٠٢ کال کښی  د چين له خوادخارجی پانګو څخه د واقعی استفادی شمير پنځه پنځوسو مليارډو امريکايی ډالرو ته رسيدلی  چه په دی جمله کی خارجی سوداګرانو په مستقيم ډول د دوه پنځوسو مليارډو اوو سوو مليونو ډالرو  په  اندازه پانګی  اچولی وی  او چين  د لومړۍ ځل دپاره يو داسی هيواد ګرځيدلی د ی کوم چه دنړی د نورو هيوادونو په نسبت يی  ډيری زياتی خارجی پانګی  ځانته راجلبی کړی دی . په ٢٠٠٣ کال کښی خارجی سوداګرانو  په چين کښی د زياتو پانګو اچولو ته دوام ورکړی چه  دچين په منظورۍ  يو څلويښت زره يو اتيا خارجی تصدۍ جوړی شوی دی  چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلوکښی شل  اعشاريه دوه زيات شوی دی  ، د  يو سلو پنځلسو مليارډو امريکايی ډالرو په اندازه د خارجی پانګو څخه د استفادی په باب قراردادونه لاسليک شوی دی  چه دغه رقم د٢٠٠٢ کال په نسبت  په سلو کښی نه ديرش زيات شوی دی  ، په دی توګه  د دری پنځوسوو مليارډو  پنځه سوو  مليونو امريکايی ډالرو په اندازه خارجی پانګی تر واقعی استفادی لاندی راوستل شوی دی  .