په چين کښی  عمده  بين المللی شرکتونه 

中国国际广播电台


       

دالمان  ولکس واګن  شرکت

په چين کښی دالمان  د ولکس واګن  دموټر د پانګه اچونی  ليميتيد شرکت  په وروستيو شلو کلونو کښی دچين دشانګهای او څانګ څون په ښارونو کښی په ګډو پانګو دموټرجوړولو دوی  فابريکی او دموټر د پرزو د جوړولو ځينی تصدۍ جوړی کړی  او  په چين کښی يی  دموټر د پرزو د توليداو برابرولو  څه د پاسه  سل مرکزونه  جوړ کړی دی .

دشانګهای د دولکس واګن  دموټر جوړولو  لميتيد شرکت چه  عمومی پانګی يی اتلس مليارډه نه سوه مليونه ژن مين بی يونه دی ،اوس  دسانتانا،  پسټ ، پولو او ګال په شمول پنځه لويی سلسلی او په لس ګونه ډوله  موټرونه توليدوی .د څانګ څون دموټر جوړولو لومړۍ فابريکی چه  عمومی پانګی يی  يوولس مليارډه  او سل مليونه ژن مين بی يونه دی ،  د اودی او ولکس واګن  دوه مارکونه او پنځه لويی سلسلی  رامنځ ته شوی دی . د موټر  د نوی ډولونواو شکلونو او مکمل او ښه خدمت په اتکا د ولکس واګن  دموټر جوړولوليميتيدشرکت  په  چين کښی دموټر جوړولو تر ټولو نه لوی سوداګر  ګرځيدلی دی  او زيات چينی مشتريان  لری .

اوس چين په نړۍ کښی د ولکس واګن  دموټر د ډلی دوهم لوی يوازنی بازار ګرځيدلی دی .دروان کال   له پيل نه په پنځو کالوکښی  د ولکس واګن   دموټر ډلی به  په مداومه توګه دچين په بازارونو کښی د پنځو مليارډو يورو په اندازه پانګی واچوی .

                 د پوينګ  هوايی شرکت

د پوينګ  هوايی شرکت  د ١٩٧٢ کا ل  له پيل نه   له چين سره  ددوستانه همکارۍ روابط قايم  کړی دی  . پوينګ په  چين  کښی د الوتنی ،ساتنی او اداری په برخو کښی په روزنو او تربيوی کارونو  لاس پوری کړی او د پوينګ دالوتکو د عادی  کار دپاره يی ضمانت برابر کړی دی .همدا راز پوينګ د چين په چوکاټ کښی د خدمتی ، لوژيستيکی او تخنيکی ملاتړ سيستم جوړ کړی او دهوايی ترافيکی اداری او هوايی امنيت د سويی د لوړتيا دپاره يی  دچين له ملکی هوايی شرکت سره مرسته کړی ده .

  برسيره پردی  پوينګ  د چين  له  هوايی شرکت سره پراخه توليدی  همکارۍکړی او په چينی او خارجی پانګو  يی  نوی تصدۍ جوړی کړی څوچه د  ترکيبی موادو په توليد، د الوتکو  په  اصلاح او مجهزکولواو ترميمولو او د پرزو د بربرولو  په چارو  لاس پوری کړی .

اوس  د نړۍ  په چوکاټ کښی ددری زره دری سوه پوينګ الوتکو دپاره پرزی په چين کښی جوړ يږی .

                       د نوکيا موبيل

د تيری  پيړۍ د پنځمی لسيزی له  پيل نه  نوکيا  له چين سره تجارتی روابط  قايم کړی  دی  . په ١٩٨٥ کال کښی نوکيا په بيجينګ کښی لومړی  دفتر  جوړکړ او په چين کښی  يی   په ابتدايی موده کښی  په انکشافی مرحلی پيل  کړی دی ،د تيری  پيړۍ  د نهمی لسيزی په منځنی  دوره کښی نوکيا  په چين کښی  د تصديو د جوړولوله لاری  په محلی  ځای کښی په  توليد پيل  کړی دی او ګام په ګام  يی  دغه تصدۍ  د نوکيا په  عمده توليدی مرکزونو  بدلی شوی دی . نوی  پيړۍ ته دداخليدو نه وروسته نوکيا په ډيری نوی مخابراتی او تخنيکی ساحه کښی  له چين سره د نژدی همکارۍ  له لاری  په ژوره توګه دچين د انفارميشين د صنعت په وده کښی  ګډون کړی او  په دی  هڅه کښی دی چه  چين  د نوکيا د بااستعدادو کسانو د روزلو په مرکز بدل شی .

 په چين کښی نوکيا  د څيړنی او انکشاف دوه نړيوال مرکزونه جوړ کړی دی ،دفتری سازمانونه  يی  د چين په بيلا بيلو ځايونو کښی شته   او څلور زره پنځه سوه تنه کارکوونکی او منسوبين لری . په چين کښی د نوکيا د شرکت  ټول عمده توليدات عبارت دی  له  ډيرو نويو موبايلونو ، دموبايلونو دتبادلی مرکز،ددايته د تبادلی تجهيزات او نورو  توليداتو  څخه .

                   دميکروسوفت  شرکت

 

    د  ميکروسوفت  شرکت په ١٩٩٢ کال کښی  چين ته داخل شوی د ی، وروسته ترهغه يی  په پر له پسی ډول  د زياتو پانګو د اچولو له لاری په چين کښی دچين د څيړنی او انکشاف  مرکز ،  د اسيا انستيټيوټ او د نړۍ د تخنيکی مرکز په شمول  دنړۍ په درجه دری  لوی انکشافی، علمی څيړونکی او د تخنيکی  ملاتړ  سازمانونه جوړ کړی دی چه په نتيجه کښی  په چين کښی  ميکروسوفت  د ميکروسوفت يو داسی  فرعی  شرکت  ګرځيدلی دی .  کوم چه په خارج کښی عملکرد يی  ډير مکمل  دی .

   تر اوسه پوری د ميکروسوفت  شرکت په چين کښی د سوفتوير د بهره بردارۍ  په دوو تصديو کښی پانګی اچولی دی .ميکروسوفت د سی تونګ د ډلی او د ځونګ  ګوان څون د علمی او تخنيکی انکشافی سهامی ليميتيد شرکت سره په ګډه پانګه د ځونګ ګوان څون دسوفتوير ليميتيد شرکت جوړ کړی دی ،ميکروسوفت د شانګهای د  ليان  حه  پانګه اچوونکی لميتيد شرکت سره په ګډه پانګه د شانګهای د وی څانګ د سوفتوير ليميتيد شرکت تاسيس کړی دی .علاوه پردی د شانګهای د پو تونګ دسوفتوير ليميتيد شرکت  په ګډو پانګو  د شانګهای  د  مواصلاتو د پوهنتون په اړه د سوفتوير پوهنځی او دسوفتوير دپوهنی د علمی او تخنيکی خدمت  ليميتيد شرکت جوړ کړی دی.دسوفتوير شرکت  ټول  د څلورو مليونو ژن مين  بی يونو په اندازه پانکی اچولی دی چه دغه رقم د عمومی سرمايه ګذارۍ په سلو کښی لس  برخه نيسی  .

علاوه پردی دميکرو سوفت  به هم  دايکس بوکس د جوړولو کار چين ته انتقال شوی دۍ.( ايکس بوکس  يو ډول  د لوبی کولو  ماشين  دی )