بانک او د هغه نظارت او  اداره

中国国际广播电台


       

اوس  په چين کښی  يو داسی اساسی پولی سيستم جوړ شوی دی کوم چه د مرکزی بانک ترکنترول او نظارت لاندی دی ،دولتی بانکونه خپل فعاليتونه پر مخ بيايی  ،  دمختلفو پولی سازمانونه سره همکاری کوی او  يود بل  اړتياوی  ليری کوی .

   د چين ولسی بانک دمرکزی بانک دندی اجرا کوی او د ټول هيواد پولی چاری تر عمومی کنترول  او نظارت لاندی  نيسی .دچين صنعتی او تجارتی بانک ، د چين بانک ، دچين  زراعتی  بانک او دچين د ابادۍ بانک  په دولتی تجارتی  بانکونو پوری اړه لری ، همدا راز په وار سره دچين د زراعت انکشافی بانک ، د دولت انکشافی  بانک او دچين وارداتی  او صادراتی بانک هم  جوړ شوی  دی  او دغه دری  بانکونه د دولتی سياست  له مخی کار کوی ،  په ١٩٩٥ کال کښی چين دتجارتی بانکونو قانون منظور کړ اودغه قانون  د تجارتی بانکونو د سيستم  او تشکيلاتی سازمان د جوړولو دپاره  زمينه برابره کړی او په دولتی تجارتی بانکونو ددولتی اختصاصی بانکونو د بدلولو دپاره يی  قانونی دلايل هم  برابر  کړل .د ١٩٩٦ کال د پيل  نه راهيسی دپولی چارو تشکيلاتی سيستم  ګام په ګام مکمل  شوی ، دولتی تجارتی بانکونه چه په ځانګړو پانګو جوړ شوی وو ، په عصری پولی تصديو بدل  شوی او وروسته تر هغه  څه د پاسه يو سلو  شل سهامی منځنی او کوچنی تجارتی بانکونه زيات او بيا جوړ شوی دی او هغه پولی  سازمانونه  نورهم تنظم او انکشاف موندلی  دی کوم چه په  اسهامو   او د بيمی  په چارو مشغول  دی .

     دچين د بانکدارۍ د چارو د نظارت  او اداری  کميټه  دچين  د بانکونو نظارت کوونکی  او اداره کوونکی سازمان دی . د ٢٠٠٣ کال د اپريل  په اته ويشتمه نيټه نوموړی کميټی  په رسمی ډول خپله دنده پيل کړه   ، د دغی کميټی وظايف په دی  ډول دی :  دبانکدارۍ د پولی سازمانونو د نظارت او اداری دپاره د نظامونو او طريقو   جوړول ، دبانکدارۍ په اړه  پولی سازمانونه تر خپل نظارت او اداری لاندی نيول  او د قانون له مخی د هغو ناوړو کړو وړو تحقيقات او ور سره مبارزه کول  کوم چه دقوانينو او مقرراتو په خلاف  د ی .