بيمه  او د هغی نظارت  او اداره

中国国际广播电台

 

د چين د بيمی چارو د شلو کالو د رکود نه وروسته په ١٩٨٠ کال کی  په فعاليت  پيل  وکړ . په ١٩٨١ کال کښی  د چين د خلکو دبيمی شرکت د حکومت د يوی څانګی نه  په  يو اختصاصی شرکت  بدل شوی  او له عمومی شرکت نه  د ولايتونو  ،خودمختارو سيمو او د مرکزی حکومت ترمستقمی اداری لاندی د ښارونواو د ولسواليو تر فرعی شرکتونو پوری  سازمانونه جوړ شو ی وو . په  ١٩٨٨کال کښی  دچين  په ساحلی سمو کښی د پينګ  ان د بيمی شرکت او دارام بحر د بيمی شرکت تاسيس  شوی وو . په ١٩٩٦ کال  کښی دچين  دخلکو د بيمی شرکت دانتظامی سيستم او داداری شکل  د تبديلولو ، دعصری تصديو د نظام د ايجاد او  له بين المللی بازار سره د يو ځای کولو په برخو کښی يو لوی  ګام اخيستی دی . په ١٩٨٥ کال کښی د بيمی په باب د قانون د تصويبيدو او په  ١٩٨٨ کال کی دچين د بيمی د نظارت او اداری د کميټی د تاسيسدو په نتيجه کښی د بيمی د بازار  د حرکت  دپاره قانونی مقررات او د فعاليت  قواعد  برابر شوی دی .

اوس  په  چين کښی د بيمی  اويا زره شرکتونه ، منځګړی سازمانونه  او څانګی موجودی  دی . او د بيمی ډولونه يی  ډير زيات دی  مثلا  دعمر  بيمه ، د روغتيا بيمه ، د جايدادونو  بيمه او داسی نوری بيمی . د بيمی  څه د پاسه ديرش  خارجی اداری سازمانونو  د منظورۍ  نه  وروسته  په چين کښی په  کارونو پيل  کړی  دی، علاوه پردی  د بيمی څه د پاسه سل شرکتونو  په چين کښی دوه سوه  نماينده ګۍ  جوړی کړی دی او چمتو دی  چه دچين د بيمی بازار ته داخل شی .په ٢٠٠٣ کال کښی دبيمی  د داخلی او خارجی شرکتونو عايدات دری سوو اته اتيا مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيدل چه دغه رقم د ٢٠٠٢  کال په نسبت  په سلو کښی اوه ويشت اعشاريه يو  زياتوالی څرګندوی  .