ژن مين بی يونه اود خارجی اسعارو اداره

中国国际广播电台


       

ژن  مين بی يونه يو داسی بانک نوټ دی چه  د چين د قانون له مخی استعماليږی .. د چين دولسی  بانک له خوا نشر او اداره کيږی . د ژن مين بی يونو تبادلوی ارزښت د چين د خلکو د بانک له خوا ټاکل کيږی  او د دولت  د خارجی اسعارو د اداری رياست له خوا خلکو ته  نشريږی . چين  د خارجی اسعارو  متحده   اداره  کوی ( چين د متحد پلان له مخی دخارجی اسعارو اداره کوی ) او  د دولت  د خارجی اسعارو د اداری رياست له خوا د خارجی اسعارو داداری اختيارونه  تطبيق  کيږی   .

  په  ١٩٩٤ کال کښی چين دخارجی اسعارو سيستم  اصلاح کړ ،  په بانکونو کښی دخارجی اسعارو د حساب او خرڅولو سيستم يی تطبيق کړی او دبانکونو ترمنځ دخارجی اسعارو واحد بازار يی تاسيس  کړی دی ، پر دی اساس چين په ١٩٩٦ کال کښی دخارجی تصديو له خوا د خارجی اسعارو د اخيستلو او خرڅولو کار دخارجی اسعارو دحساب او خرڅولو دپاره  دبانکونو په سيستم کښی شامل کړی او د ١٩٩٦ کال د دسمبر په لومړی  نيټه  يی په رسمی ډول د بين المللی  پولی صندوق په باب  د موافقه ليک  اتمه  ماده منلی ده  ، همداراز چين  هم په فعاله توګه د جنوب  ختيځی اسيا د اتحاد د غړو هيوادو نو او چين ،جاپان  او د کوريا د جمهوريت تر منځ  د بانک نوټونو د متقابلی تبادلی په شمول پولی  همکارۍ پرمخبيولی  وه ، په تيره بيا په اسيا کښی د را منځ ته شوی پولی بحران  په موده کښی چين  نه يوازی پر دی باندی ټينګار کړی چه د ژن مين بی يونو ارزښت ټيټ  نه کړی  ،بلکه يی  هغو هيوادونو ته چه له بحرانونو سره مخامخ شوی وو ،پيسی او پانګی برابری کړی وی ، د اسيا دپولی بازار د ثبات د ساتلو  په برخه کښی يی مهم او ستر رول  لوبولی و .

 د ٢٠٠٣ کال  تر پايه  پوری په چين کی  دخارجی اسعارو د ذخيری  اندازه څلور سوو دری مليارډو دری سوو مليونو امريکايی ډالرو  ته ورسيده چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال  په نسبت يو سلو شپاړس مليارډ اته سوه  مليونه امريکايی ډالره زيات شوی دی  .د ژن مين بی يونو تبادلوی ارزښت  اساسا خپل  ثبات  ساتلی دی .