داوسيدونکو عايدات  او مصارف

中国国际广播电台



     
د ١٩٥٤ کال  په نسبت  دچينايانو په ژوند کښی  ډير ستر بدلونونه  را منځ ته شوی دی ، د ١٩٨٤ کال  په نسبت  بدلونونه يی هم  د ليدو وړ دی .دخلکو  عايدات  په پر له پسی ډول زيات شوی  او  انفرادی جايدادونه   په مسلسل ډول زيات شوی  دی .  کورونه ، موټرونه ، کمپيترونه ، اسهام او خارج ته  سفرونه  دخلکو په ورځنی ژوند کښی د پانګه اچولو او يا مصارفو  عمده برخه   ګرځيدلی ده.

د ١٩٧٩ کال نه وروسته څه د پاسه شل کاله  داسی دوره ګڼله کيږی چه دچين  اقتصاد ډيرچټک پرمختګ کړی او د اوسيدونکو عايدات  يی  ډير زيات شوی دی .  له احصائيی څخه څرګنديږی چه  په ١٩٧٨ کال کښی  د هر بزګر په سر خالص عايدات  يو سلو څلور ديرش يونه  و، خو  په ٢٠٠٢ کال کښی دوو زرو څلور سوو شپږ اويا ژن مين بی يونو ته زيات شوی دی  چه  په منځنی ډول هر کال  په سلو کښی اوه  اعشاريه دوه زيات شوی دی .او  د هر يو ښاری اوسيدونکی په سر  عايدات  له دری سوو دری څلويښتو يونو نه اوه زرو اوه سوو دری  يونو ته  زيات شوی دی چه دغه رقم   په منځنی ډول  هر کال  په سلو کښی شپږ اعشاريه  اوه زيات شوی دی  .

 په ٢٠٠٣ کال کی  د چين  داوسيدونکو ژوند په پر له پسی ډول ښه شوی دی .  په ټول کال کښی د هر يو ښاری اوسيدونکی په سر  عايدات  اته زرو څلور سوو دوه اويا يونو ته ورسيدچه  په سلو کښی نهه  زيات شوی دی ، د هر بزګر  په سر خالص عايدات  دوه زرو شپږ  سوو دوه ويشتو يونو ته ورسيد چه  په سلو کښی څلور اعشاريه دری زيات شو . د ٢٠٠٣ کال په پای کښی  په ټول هيواد کښی د شخصی موټرونو شمير څلور مليونو اته لکو  نوی زرو عرادو  ته ورسيد او د ٢٠٠٢ کال په نسبت   يو مليون څلورلکه شپيته زره عرادی   زيات شوی دی   .

 اوس دچين په بازارونو کښی په پوره اندازه  د اړتيا وړ ورځنی شيان  او خوراکونه  کافی د ی . داوسيدونکو په استهلاکی لګښت کښی ستر بدلونونه هم  را منځ ته شوی دی .  د اوسيدونکو په ټولو  لګښتونو کی د خوراکونو ، کاليو او داساسی  ژوند داړتياوړ شيانوداخيستلو له پاره  د مصارفو  تناسب   هم کم شوی دی  او د اوسيدو دځای ، د مواصلاتو او مخابراتو ، طب ، کلتور ، تعليمی چارو او ساعت  تيری او توريزم په برخو کښی مصرف شوی  لګښتونه په چټکۍ سره زيات شوی  او د ژوندانه کيفيت يی  نور هم لوړ شوی دی.