له  چينګ  های نه تر تبت پوری داوسپنی د پټلۍ  پروژه 

中国国际广播电台


       

         د چينګ های  له ګلمو نه د تبت  تر لاسا  پوری  داوسپڼی د پټلۍ اوږدوالی به  يو زر يو سلو اتلس کيلو متره وی . دغه اوسپنيزه لاره به يوه داسی  اوسپنيزه لاره وی چه  له  لوړی څخه به تيره شی ،  دسمندر  له سطحی  څخه به يی   لوړوالی ډير زيات وی   او  داوسپڼی دپټلی ډيره اوږده  لاره به  وی  .

      د چينګ های  له سی نينګ ښار څخه تر ګلمو پوری د نوموړی اوسپنيزی لاری  د لومړی  دوری  پروژه  تر سره شوی ده  او  له ګلمو څخه  تر لاسا پوری ددوهمی دوری  پروژه يی د ٢٠٠١ کال د فبرورۍ په مياشت کی  دچين د دولتی  شورا په منظورۍ په رسمی ډول  پيل شوی ده . اوس   د دری سوو اوولسو  کيلو مترو په اوږدوالی  پټلۍ  غزيدل شوی دی   چه دغه شمير  د ټولی  پټلۍ داوږدوالی په سلو کښی  اته ويشت اعشاريه  شپږ  برخه بشپړه شوی ده  .

     

له  چينګ  های نه تر تبت پوری داوسپنی د پټلۍ  پروژه---د جوړيدو په وخت کی

  

د نوموړی  اوسپنيزی لارۍ د جوړولو په بهير کښی  تر ټولو نه لوی مشکلات به  دا  وی چه پټلۍ بايد دکنګل  شويو  خاورو له منطقی   څخه  تيره شی ، نو دحرارت د ساتلو دپاره دخاورو د طبقی د نصبولو او د لارو د اساس د کلکوالی د معقول  کنترول  په شمول  يو لړ تدبيرونه  ونيول شی .

     د که  که سی  لی  او شان جيانګ يوان په شمول د ساتنی لاندی طبيعی سيمو کښی  د حيواناتو او نباتاتو منابعو دساتلو په خاطر به  داوسپنيزی لارو دپاره  پلونه ، کاريزونه او ويالی او د حيواناتو دپاره معبرونه جوړ شی  او همدا راز به د اوسپنيزی لاری  په اوږدو کښی د مستعملو شيانواو  کثافاتو ايستل    تر سخت  کنترول لاندی ونيول شی .