ختيځ چين ته  له  لويديځ  چين  څخه  د بريښنا د ليږدولو په باب  پروژه

中国国际广播电台


       

دغه پروژه به دختيځ چين هغوسيمو ته چه له لويديځ چين څخه دبريښنا د انرژيود ليږدولو دپاره  جوړه  شیاو اقتصاد يی ډير پرمختللی  دی . په  چين کښی د بريښنا توليدولو انرژی په عمده ډول دچين په لويديځ او شمالی برخو کښی خپريږی ، مګر د بريښنا مصارف په عمده ډول له بيجينګ څخه تر کوانګ جو پوری داوسپنيزی لاری  په اوږدو  او  دچين  په ختيځوسيموکښی زيات دی .

    د بريښنا دانتقالولو دپاره  دچين په شمال ، منځنی او جنوب کښی د درو  لارو ابادول  په کار   دی .

     شمالی  لاره  به د شمال خيتځ  او شمال لويديځ چين ، شمالی چين او  د شان تونګ دولايت  دبرقی شبکو  څخه عبارت  وی . په عمده  ډول  به  د چين په شمال لويديځه برخه کی  بريښنا   د بيجينګ او تين جينګ ښارونو  او د حه بی او  شان تونګ ولايتونو ته وليږدول شی  .

    منځنی  لاره به   ځتيځ  چين  ، منځنی  چين ، د سی څوان ولايت د څونګ چينګ  د ښار  او د فو جيان د ولايت له برقی  شبکو څخه عبارت  وی ، په عمده ډول  به ديانګنځی سيند د اوبو په واسطه توليد شوی   بريښنا  منځنی او ختيځ  چين او د فو جيان دولايت  سيمو  ته و ليږدول  شی  . دغه سيمه به  په چين کښی  يوه داسی سيمه وی چه  د نوموړی  پروژی د پيمانی  له لحاظه تر ټولو نه لويه ده  او  دا به  په ټول هيواد کښی د برقی  شبکو پر نښلولو باندی   ستره او  مهمه  اغيزه واچوی  .

د جنوبی لاری  په واسطه  به دګوی  جو ولايت د وو جيانګ  سيند ،  ديون نان ولايت  د لان څانګ جيانګ سيند او هونګ شوی حه  دسيند داوبو څخه  په استفادی  سره توليد  شوی  بريښنا او  د يون نان  او ګوی  جو په ولايتونو کښی  د سکرو په واسطه توليد شوی  بريښنا دکوانګ تونګ ولايت  سيمی ته  انتقال شی . ختيځ چين

ته د لويديځ چين د بريښنا دليږدولو په باب   پروژه به  يوه ستره  پروژه وی  او  د چين  د لويديځو سيموپرمختګ ته د چټکتيا ورکولو دپاره به  يوه مهمه برخه جوړه کړی ، دغه پروژه د لويديځو سيمو غنی منابع  د ختيځو سيمو له سترو بازارونو سره  يو  ځای کړی او دا به حتما په زوروره توګه دچين د بريښنا د صنعت  او د ملی اقتصاد  ستر انکشاف  پرمخبوزی .

     تصوير-- ختيځ چين ته  له  لويديځ  چين  څخه  د بريښنا د ليږدولو په باب  پروژه