د چين د لويديځو  سيمو  پرمختګ ته  چټکتيا

中国国际广播电台

 

د چين لويديځه سيمه  دګان  سو  ،ګوی  جو ،چينګ  های ، شان سی ، يون نان  د ولايتونو ، د نين سيا دخوی قوم دخودمختاری سيمی  او دشين جيانګ د ويغوری  قوم د خودمختاری  سيمی او د څونګ چينګ  د ښار څخه  عبارته ده ، دچين  دوه پر دريمه برخه مساحت  او په سلو کښی  دوه ويشت  اعشاريه اته  نفوس  لری . د چين په لويديځو سيمو کښی کانونه  ډير  غنی دی ،د انرژيو ، توريزم او د مځکو منابع يی  زيات تفوق  لری . دچين  لويديځه سيمه له څه دپاسه لسو هيوادونو سره  نښتی ده   او دری زره پنځه سوه کيلومتره مځکنی سرحدی کرښه لری  او خارج ته دخارجی ورخلاصون دپاره دوهمه طلايی منطقه ګڼله کيږی .

 په ٢٠٠٠ کال کښی چين  د لويديځوسيمو دودانولو دپاره  دپلان په تطبيق  پيل کړی دی .دولت د پانګو د اچولو،د پانګه اچونی د چاپيريال ،علمی او تعليمی  چاروته د پراختيا ورکولو  او د بااستعدادو کسانو د راجلبولو  په برخوکښی د لويديځو سيمو دپاره زيات امتيازات برابر کړی دی . څو چه  نوموړی سيمه  يو پرمختللی او ښی راتلونکی  لرونکی  سيمه وګرځی .له ٢٠٠٠ کال نه تر اوسه پوری دچين  په لويديځو سيمو کښی  په لس  ګونه مهمی  پروژی  په کار لويدلی دی او د پانګه اچونی اندازه يی   يو زر مليارډه  ژن مين بی يونو ته  رسيدلی دی .

  اوس  چين د لويديځو سيمو  د ودانولو دپاره دعمومی پلان  په جوړولو بوخت دی ، دچين په لويديځو سيمو کی د پانګه اچولو دپاره خارجی سوداګرانو ته د تشويق  ورکولو په باب  يو لړ امتيازی پاليسۍ طرح شوی دی .مثلا  د چين دحکومت  د فيصلی  له مخی  دچين  په  لويديځو سيمو کښی خارجی  تصدۍ دنورو سيمو د خارجی تصديو په نسبت  د مالياتو په برخه کښی  له لا زياتو امتيازاتو څخه  ګټه اخيستلای  شی .همدا راز دچين  په لويديځو سيمو کښی ولايتونه ، خودمختارو سيمی او ښارونه دچين په ساحلی سيمو کښی دولايتونو او ښارونو په شان له مشابه حقوقو څخه  برخوردار دی او په خپلواک ډول  هغه پروګرامونه عملی کولی  شی کوم  چه  د خارجی پانګو اندازه به يی د ديرشو مليونو  امريکايی ډالرو په  شا و خوا کښی  وساتل  شی .اوس  دچين لويديځی  سيمی  دخارجی سوداګرانو  دپاره دخوښی وړ سيمه او  لومړی  انتخاب  دی .