د شانګهاي د همکارۍ سازمان او چين

中国国际广播电台
 

 د ٢٠٠١کال دجون په مياشت کي د چين ، روسيې قزاقستان ، قرغيزستان ، تاجکستان او ازبکستان شپږو هيوادونو مشرانو په شانګهاي کي سره ملاقات وکړ او د شانګهاي د همکارۍ د سازمان د تاسيس اعلاميه يي لاسليک کړه . ددي سازمان هدف  د غړو هيوادونو ترمځ د متقابل اعتماد ، نيک ګاونډيتوب او دوستۍ پياوړتيا ، په سياسي ، اقتصادي ، تجارتي ، علمي ، تخنيکي ، کلتوري ، تعلميي ، ترانسپورتي ساحو او د انرژۍ او چاپيريا د ساتني په برخو کي د موثري همکارۍ تشويق ، د نړيوالي او سيمه ايزې سولې ، امنيت او ثبات ساتنه ، د ديموکراتيکو ، عادلانه او معقولو بين المللي سياسي او اقتصادي نويو نظمونو جوړونه ، برخه والو خواوو پريکړه وکړه چه په شانګهاي کي د سازمان سکبريتريت جوړ کړي .

   چين  چه د دي سازمان د مبتکرو هيوادونو څخه شميرل کيږي ، ددې سازمان د بيلا بيلو فعاليتونو د سمبالولو او ددې سازمان د پياوړتيا او پراختيا دپاره ډير ښه پيشنهادونه او اصول وړاندي کړي او مهم خدمتونه يي سر ته رسولي دي .