د توريستي منابعو په باب معلومات

中国国际广播电台

      

چين ډيرې پراخې مځکې ، ښکلې طبيعي منظرې ، زيات سيندونه اوځلانده کلتورلري ، په چين کې قومونه زيات او دودونه او رواجونه يې  بيلابيل دي ، دغه راز په چين کې محلي توليدات او محصولات رنګارنګ دي  او نفيس صنايع او هنريې ډيرې لوړې سويې ته رسيدلي دي ٠ راز راز خوندورو او مزه دارو خوراکونو د چين په دننه او بهر کې ډير شهرت موندلی دی ، د چين توريستي منابع خورا غني ښکاري او ډير ستر پټ قوت او روښانه راتلونکي لري ٠د چين د اقتصاد د پرمختګ او د ورخلاصون د پر له پسي ژورتيا سره سره توريستي چارې اوس د چين د اقتصاد د انکشاف دپاره په يو نوی ټکی ګرځيدلی دی ٠اوس د چين په بيلابيلو ځايونو کې د سيل دپاره ښکلې منظرې لرونکي سيمې په پر له پسي توګه زياتيږي او اساسي تاسيسات يې هم په پر له پسي توګه مکمل او بشپړيږي ، د سفر دپاره چين ته د راغلو بهرنيو سياحانو شمير هم کال په کال زياتيږي ٠

     په چين کې توريستي منابع ډول ډول دي ،د ژيومورفولوژي له لحاظه د چين د توروفان ټيټ ځای د اي دين په نامه د جهيل د تل نه چې د سمندري سطحې څخه يو سلو پنځه پنځوس متره ټيټ دی د جوموﻻنما تر لوړې څوکې پورې چې لوړالی يې د سمندري سطحې ٨٨٤٨ اعشاريه ١٣ مترو ته رسيږي  د دواړو ځايونو ترمنځ مطلق لوړوالی ٩٠٠٣ مترو ته رسيږي ٠دا ډول توپير په نړۍ کې هم نه ليدل کيږي ٠ همدا شان د توريستي اقليم د منبع په برخه کې چين څرګند اقليم لري ، په تيره بيا د خنګ دوان شان په نامه غرني سيمو کې داسي منظرې ليدل کيږي چې په غرونو کې د کال څلور فصلونه ورڅخه معلوميږي ، خو په هرلسو کيلومترو ځای کې  هوا يې هم يو شان نه ده، چين د نړۍ د تمدن د رامنځته کيدونکو ځايونو څخه دی او روښانه تاريخ او ځلانده کلتور لري ، له تاريخ څخه راپاتي شوي ارزښتناک ميراثونه د توريستي منابعودپاره ډيره قيمتي منبع ګڼل کيږي ، يوازې  په ١٩٤٩ کال کې د نوي چين دجوړيدو نه راهيسي د چين په ولايتي  درجه له ٣٤اداري سيمو څخه  په ٢٩ سيمو کې د زړې ډبرې د زمانې ابدات او کنډوالې کشفې شوې ٠٠

         د چين له بي شميرو ښکلو منظره لرونکو او تاريخي ځايونو څخه د چينګ شي هوانګ په نامه د عسکرو او أسانو سفالينې مجسمې په نړۍ کې د اتمې معجزې په توګه ګڼل کيږي د دغو مجسمو نندارتون هرکال له مليونونو تنو څخه زيات چينايي او بهرني سياحان ځانته راجلبوي ، برسيره پردې د دون هوانګ د موګاو په نامه د ډبرينو غارونو ديوالي نقاشي او تصويرونه د نړيوالو لخوا د هنري خزانې په توګه وپيژندل شول ٠ د چين لوي ديوال په نړۍ کې ډير مشهور دی او هربهرني سياح چي چين ته راځي حتمأ ددې لوي ديوال د سيل دپاره ورځي ٠دغه راز په چين کې ٥٦ قومونه شته او هر قوم خپل ځانګړي او خاص تاريخي کلتور او دودونه او رواجونه لري ، له دې څخه  رنګا رنګ او په زړه پورې کلتوري منظرې جوړې شوېدي ٠