د چبن د غذا د سلسلې په باب معلومات

中国国际广播电台

      

د چين غذا د پخولو په برخه کې زيات ډولونه  لري چې له دې جملې څخه د چين د شان دونګ ، سي څوان ، ګوانګ دونګ ، فوجيان ،جيانګ سو ، جې جيانګ ، خونان او ان خوي ولايتونو خواړه ډير مشهور او ځانګړي خصوصيت لري او د چين د ټولو خلکو لخوا منل شوي دي ٠ دا په چين کې د خوړو د پخولو  اته لويې سلسلې دي

          د يوې غذا د سلسلې رامنځته کيدل د دې غذا د اوږد تاريخ او د پخولو د ځانګړي خصوصيت سره نژدې اړيکې لري ٠ په عين وخت کې هغه د سيمې د طبيعي جغرافيې ، د اقليم د شرائطو ، د طبيعي منابعواو محلي توليداتو ، د ډوډۍ د خوړلو د عادت سره اړه لري ٠