中国国际广播电台
د چين د اتو غذاوو څخه د سي څوان
ولايت غذا په چين کې رواج موندلی
دی ٠دا ډول غذا اوږد تاريخ او
ځانګړي خوند لري او د چين په دننه
او بهر کې شهرت موندلی دی ٠نووړي
غذا نه يوازي د ليدو وړ ده بلکې
خوندور هم ده ٠ د سي څوان په
خواړو کې مرچ او فلفل زيات
استعماليږي ٠
د سين څوان د
خوراک په پخولو کې رنګ ، خوشبويي
او خوند ته ډيره پاملرنه ورکول
کيږي ، په تيره بيا خوند تر نورو
نه ډير مهم ښکاري ، د سي څوان په
خوراک کې مالګين ، تريو ، خوږ او
تريخ خوندونه نشته ، د دغو
خوندونو په واسطه راز راز خوندور
خوراکونه پخيږيي ٠
دغه راز د
سي څوان خوراک هم بايد د خامو
موادو ، د اقليم سره سم پاخه شي ،
او د خوراکونو د پخيدو طريقې يې
هم ډيرې زياتې دي ٠
د توليدي
او اقتصادي پرمختګ له امله د سي
څوان د خوراکونو خوندونو هم ورو
ورو يو له بل سره توپير موندلی دی
٠
کيداي شي چې د
مراجعينو د خوًښۍ سره سم په
خوراکونو کې د مرچ او فلفل اندازه
زياته او کمه شي او په عين وخت کې
هم د هوا د تغييراتو له امله د
خوراکونو خوند بدل شي ، د بيلګې
په توګه په سړه هوا کې په
خوراکونو کې تند خوند قوي کيږي ،
په چين کې د سي څوان خوراکونه
لومړي مقام لري ٠

|