چين ته د سفر دپاره د پاسپورت د ويزه جوړولو په باب معلومات
中国国际广播电台

       

 چين ته د سفر دپاره د پاسپورت ويزه کول ترټولو نه  لومړی مهم کار دا دی ، هغه بهرنيي دوستان چې غواړي د سفر دپاره چين ته راشي  بايد په خارجي هيوادونو کې د چين سفارتونو او قونسلګرو ته ﻻړشي او توريستي ويزه ترلاسه کړي ، له نهو تنو څخه زيات سياحان کولای شي چې د ګروپ په جوړولو سره چين ته راشي او ډله ايزه توريستي ويزه ترسره کړي ، هغه بهرني سياحان چې غواړي د چين د شنګ جن ، جو های او سيا من خاصو اقتصادي ناحيو ته ولاړشي کولاي شي چې په مستقيم ډول د نوموړو سيمو د ويزو جوړلو څانګو ته غوښتنليکونه ورکړي ترڅو چې خاصو سيمو ته توريستي ويزه ترلاسه کړي ٠هغه خارجيان چې غواړي د چين د های نان ولايت ته سفر وکړي او په نوموړي ولايت کې د توقف وخت له پنځلسو ورځو څخه زيات نشي نو هغوي کولای شي چې د های که او يا سان يان په بندري څانګو کې چين ته د ننوتنې ويزه واخلي ٠هغه خارجيان چې په هانګ کانګ کې اوسيږي په ډله ايزه توګه د شنګ جن خاصي سيمې ته سفر وکړي او په دې ځای کې د توقف وخت  له  ٧٢ ساعتو څخه زيات نشي نو دوي ته په کار نه دی چې چين ته د ننوتنې ويزه ترلاسه کړي ، دغه راز هغه خارجيان چې توريستي ويزه يې ترلاسه کړې وي  بايد له خاصو بندرونو څخه تيري شي او د چين د سرحدي پلټونکو څانګو د تشخيص نه وروسته چين ته ننوتلي شي ٠

هغه خارجيان  اعتباري پاسپورتونه او توريستي ويزېيې ترلاسه کړې دي کولای شي چې هغو ځايونو ته سفر وکړي چې خاص د خارجيانو دپاره دروازې خلاصې دي ٠ د چين حکومت د چين په دننه کې د خارجيانو د حقه حقوقو او ګټو محافظه کوي ٠ خو هغوي  هغه کار نشي کولاي چې د خپل  هويت يې سره سمون نه خوري ٠د بيلکې په توګه په چين کې مذهبي  پروپاګندونه وکړي او په غيرقانوني توګه د چاسره مطبوعاتي مرکه وکړي او داسې نور ، که داسي کار وکړي نو هغه ته به سزا ورکړي شي ٠په عين وخت کې د چين په دننه کې هر خارجي  سياح بايد د چين د قوانينو مراعات وکړي او د چين د دودونو او رواجونو احترام ولري ٠

   هر خارجي سياح کولاي شي چې د ويزې  په موده کې په چين کې سفر وکړي ، که چيرې  ويزه شوي وخت پوره شي او هغه هم وغواړي چې بيا هم په چين کې سفر وکړي نو هغه کولای شي چې محلي امنيتي څانګې ته خپل د توقف د مودې د اوږديدو غوښتنليک وړاندې کړي ، کله چې په چين کې خپل سفر پاي ته ورسوي  نو بايد د ويزې په اعتباري موده کې د سرحدي څانګو لخوا د پلټنې نه وروسته له هغو بينالمللي سرحدي بندرونو څخه ووځي چې  خاص  د خارجيانو دپاره پرانيستل شوي دي   ٠