د چين د ګمرکاتو څخه د وتنې او ننوتنې په باب
中国国际广播电台

       

هرڅوک چې د چين له ګمرکاتو څخه ځي او راځي بايد د چين د ګمرکاتو د مربوطو قاعدو او مقرراتو مراعات وکړي او بايد ﻻندنيو ټکو ته متوجه اوسي ٠

        ګمرک ته خبر ورکول

    مسافرين که وغواړي چې ﻻنديني شيان او مالونه له ګمرک څخه يوسي نو بايد ګمرک ته خبر ورکړي

     هغه شيان او مالونه چې بايد ګمرک ته ماليت ورکړي شي او يا تر يوې اندازې

پوري معاف کيږي ٠

      هغه شيان او مالونه چې د سفر په بهير کې د مسافرينو لخوا ورځني استفاده کيږي ٠

     هغه شيان او مالونه چې له ګمرک څخه د چين لخوا وړل او راوړل ممنوع دي او هغه قديمي او لرغوني شيان ، اثار ، پيسې ، سره او سپين زر او ورڅخه جوړشوي شيان او چاپ شوي شيان او د ويديو او دي ويدي مالونه چې د ګمرک څخه وړل او راوړل يې محدود دي ٠

   نور مالونه ، اجناس او هغه شيان چې د مسافرينو د توريستي شيانو له ساحې څخه وتلي دي ٠

          سره لاره

     هغه مسافرين چې بايد ګمرک ته ماليات ورکړي او يا د ګمرک منظوري ترلاسه کړي  بايد د سرې ﻻرې څخه تير شي او نور مسافرين کولای شي چې د شنې لارې په واسطه د ګمرک څخه تير شي ٠

      معمولي قاعدې

      د ګمرک څخه د تيريدو په وخت کې بايد ټول شيان د تشخيص دپاره د ګمرک کارکوونکو ته ورکړي شي ، هغه شيان او مالونه چې د ګمرک منظوري يې نه ده ترلاسه کړې  نه وړل کيږي  ٠

  هغه شيان او مالونه چې د ځان سره جلا وړل شوي بايد د مسافرينو د مالونو په اعلامنامه کې وليکل شي او د هغې ورځې نه وروسته چې مسافرين چين ته ننوتلو په شپږو مياشتو کې چين ته راوړل شوي دي ګمرک به د تشخيص نه وروسته اجازه

ورکړي چې يووړل شي ٠

      د مسافرينو د بار اعلام نامه چې د ګمرک لخوا ورباندې مهر لګول شوي دی بايد په ښه شان سره وساتل شي ترڅو د چين څخه د وتنې او راوتنې په وخت کې د هغې په واسطه مربوط تشريفات ترسره شي ٠

    علاوه پر دې که مسافرين وغواړي چې د چين قديمي او لرغوني اثار له ځان سره له چين څخه يوسي ، حتمأ بايد ګمرک ته خبر ورکړي ، هغه قديمي او لرغوني اثار چې د مسافرينو لخوا د هغه مغازو او دوکانونو څخه اخيستل شوي دي چې د حکومت لخوا د قديمي او لرغوني شيانو د پلورلو اجازه يې ترلاسه کړې ده د چين ګمرکي څانګې د مربوطو رسمي رسيدونواو د چين د قديمي او لرغوني اثارو د اداره کوونکو څانګو د مهرونو سره سم نوموړو شيانو او مالونو ته اجازه ورکړي چې له چين څخه وړل کيږي ٠

   دغه راز هغه قديمي او لرغوني شيان چې د نيکه ګانو نه راپاتي شوي او يا د خپلوانو لخوا د تحفو په توګه ورکړ شوي له چين څخه د وړلو نه مخکې بايد د چين د قديمي اثارو د اداره کولو څانګو ته خبرتيا ورکړي او د نوموړو څانګو له اجازې او تشخيص نه وروسته له چين څخه وړل کيږي ٠ اوس د چين د بيجنګ ، شانګهای ، تيان جين او ګوانګو جو په شمول اتو بندرونو کې د قديمي او لرغوني شيانو د تشخيصاو او اجازه ورکولو تشکيلات شته ، هغه شيان چې د مربوطې څانګې لخوا تشخيص او اجازه ورکړه شوي وي د مربوطو څانګو لخوا اجازه نامه ورکړي شي او قديمي شيان له چين څخه وړل کيږي ٠